ګردېز (پژواک، ٦ ورى ٩٩): د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې راتلونکې اوونۍ به د مچلغو بند او د مياشتې تر پايه به د ګردېز ــ زرمت سړک د جوړېدو عملي چارې پيل شي.
دوى وايي، د کال له پيل سره سم به د ګڼو لويو او کوچنيو پروژو چارې پيل او په چټکۍ به مخ ته ولاړې شي.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي د وري په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل، هڅه کوي چې د ښاري پراختيا په ګډون د مهمو سړکونو جوړولو په برخه کې هم کړې ژمنې پلې او ځينې نوې پروژې هم پيل کړي.
کټوازي وويل چې له دې ډلې به راتلونکې اوونۍ د عملياتي تصدي له خوا د مچلغو بند جوړېدو عملي کارونه پيل شي.
نوموړي زياته کړه: ((له نېکمرغه د رياست جمهوري عملياتي ټيم چې د افغانستان په سطحه د رغولو تر ټولو قوي ټيم دی، راغلی او په دې هفته کې به په ډېر شدت د مچلغو کار پيل کړي.))
د پکتيا والي وايي چې د مياشتې تر پايه به د ګردېز ــ زرمت سربېره د ګردېز ــ روحاني بابا سړک د اسفالټ کارونه هم پيل شي او هڅه يې دا ده چې په سم ډول او ټاکل شوې موده کې پای ته ورسيږي.
شميم خان کټوازی وايي چې د ګردېز ــ زرمت سړک جوړېدل د خلکو لويه غوښتنه ده، خو وسله والو طالبانو لا هم په پوره ځواک د دې پروژې د پلې کېدو مخنيوی کوي.
کټوازي پژواک ته وويل چې له دې سربېره د احمدخېلو ــ ششتې، څمکنيو ــ جانيخېلو، تشنک ــ لجه منګل او ګردېز حلقوي سړک کابو ټولې اداري او تدارکاتي پروسې هم بشپړې شوې او په ۱۳۹۹ کال کې به يې د جوړېدو عملي کارونه پيل شي.
نوموړي زياته کړه: ((له نن تاريخ څخه په دېرشمه ورځ به تاسو د ګردېز ــ زرمت سړک کار عملا وګورئ، همدارنګه د روحاني بابا سړک او نورو هغو پروژو کارونه چې تر ژمي مخکې مو افتتاح کړې او يا به يې نوی کار پيلوو.))
د پکتيا ولايتي شورا نيوکه کوي چې په دغه ولايت کې په تېرو پنځه کلونو کې کومه مهمه او لويه پروژه نه ده پلې شوې او دولت دغه ولايت ته پر نه پاملرنه تورنوي.
د يادې شورا مشر عبدالمالک ځاځی وايي چې پکتيا ولایت په هره برخه کې ګڼې ستونزې او اړتياوې لري او له مسوولو مرکزي او ولايتي ادارو غواړي چې د پرمختيايي پروژو په منظوري او پلې کېدو کې خپل مسووليت تر سره کړي.
ځاځی د پروژو تر سره کېدو پر وړاندې لوی خنډ د وسله والو طالبانو مخالفت او باج اخيستل بولي چې په خبره يې د خلکو د غوښتنو پر خلاف د پروژو تر سره کېدو مخه نيسي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ د خلکو د ستونزو او د پروژو د غوښتنو غږ ټولو مرکزي ادارو او ولايتي ادارې ته رسولی، خو تر اوسه د ځينو مهمو پروژو کارونه نه دي شوي. د پروژو لوی خنډ د دولت مخالف خلک دي. موږ له هغوی څخه غواړو چې د خلکو د سهولت لپاره د تر سره کېدونکو کارونو مخه دې نه نيسي.))
د صنعتي پارک د اسانتياوو برابرول او پرانيسته، د ګردېز ښاري ماسټر پلان بشپړول او د تطبيق چارو جدي پيل، د ګردېز حلقوي سړک، د ګردېز ــ زرمت، ګردېز ــ روحاني بابا سړکونه، د ګردېز ــ ډنډپټان ولسوالي سړک ترميم، د ګردېز د امنيه قومانداني د ويجاړې شوې ودانۍ رغونه، د کرنيزو محصولاتو ساتنې لپاره د دوه لويو سړو خونو جوړول، د جلغوزيو د پروسـس مرکز جوړول او د ګردېز شاوخوا ۱۵ زره کورونو ته د برېښنا رسول د ولسمشر او ولايتي ادارې هغه ژمنې دي چې کلونه وړاندې يې د کار د پيل پر مهال د دغه ولايت له اوسېدونکو سره کړې، خو تر دې دمه هېڅ يوه هم نه ده تر سره شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










