کابل (پژواک، ۲۵ وری ۹۹): د سولې مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزي وایي، د سولې په بهیر کې به هیڅکله د افغانستان د ښځو او وګړو حقونه او د تېرو دوو لسیزو لاسته راونې له پامه نه غورځول کیږي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت لخوا د وري په ۲۵مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي نن د افغانستان د ملي شورا له یو شمېره ښځینه غړو سره ناسته وکړه .
سرچینې زیاته کړې، غه ناسته چې د معصوم ستانکزي په مشرۍ او د حبیبې سرابي، فوزیې کوفي، شریفې زرمتۍ او د ملي شورا د یوولسو ښځینه غړو ترمنځ جوړه شوه، د سولې پر وړاندې په شته خنډونو او له دغو خنډونو څخه په تېرېدو، د سولې په بهیر کې د ارزښتونو په ساتلو او په دې برخه کې په ټولنیز مشارکت او په دغه بهیر کې د ښځو په سم استازیتوب خبرې او بحث وشو.
په خبرپاڼه کې راغلي، د مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د ښځو نظرونه او مشورې ګټورې او ارزښتناکې وبللې او ویې ویل چې ددوی لخوا مطرح شوي نظرونه به په پام کې نیول کېږي.
نوموړي ډاډورکړ چې هېڅکله به د افغانستان د ښځو او وګړو حقونه او د تېرو دوو لسیزو لاستهراوړنې له پامه نه غورځول کېږي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د وري میاشتي په اوومه نیټه له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ خپل ۲۱ کسیزه پلاوي اعلان کړ اوتمه کېږي د دواړو لورو د بندیانو تر خوشي کېډو وروسته د افغان حکومت او طالبانو خبرې پیل شي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتي په لسمه نیټه لاسلیک شوه ددغه هوکړې له مخې د پنځو زرو طالب او بدل کې د دې ډلې له خوا د زر افغان سرتېرو خوشي کېدل د زندانیانو خوشي کېدل د افغانانو خپل منځي خبرو د پېل لپاره د یوه شرط په توګه وړاندې شوي وه چې افغان حکومت دغه لړۍ د وري میاشتي په شلمه نیټه پيل کړه او تراوسه ۳۶۱ طالبان زندانیان او ۲۰ د حکومت بندیان له زندانونو خوشي شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن