اسعد اباد (پژواک، د غویي لومړۍ نیټه ۹۹) : په کونړ ولایت کې د یوه کور ددېوال پریوتلو له امله څلور ماشومان مړه شوي دي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د غویي په لومړۍ نیټه پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه نن سهار اوه بجې په ناړۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې چې په یاده ولسوالۍ کۍ ماشومانو په کوڅه کې لوبې کولې چې دباران له امله یو دیوال پرې پریوتلی او څلور ماشومان یې وژلي دي.
د نوموړي په وینا، دغه کورنۍ له نورستان څخه ناړۍ ته ولسوالۍ ته بې ځآیه شوي وو.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې هم په دې ولایت کې د یوه کور د چت پریوتلو له امله دیوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن