کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۹۹): د کابل د ملي امنیت د ۱۰۰۱ عملیاتي مرکز د دغه ولایت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د برېښنا پایې الوځولو په تور د یوې شپږ کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غویي په ۸/۷ شپو د کابل په میربچه کوټ کې د وارداتي برېښنا یوه ۲۲۰ کیلو ولټ پایه والوځول شوه.
په هغې خبرپانه کې چې د کابل د ملي امنیت د ۱۰۰۱ اطلاعاتي مرکز له خوا خپره شوې، راغلي چې د خلکو په همکارۍ او د اوپراتیفي کار په نتیجه کې یوه شپږ کسیزه جنایت کاره ډله چې په میربچه کوټ کې یې د برېښنا پایه الوځولې وه، نیول شوې ده.
د دغه مرکز د معلوماتو له مخې چې له نیول شوو کسانو یو میل راکټ غورځوونکی، دوه کلاشینکوفونه، د راکټ شپږ مرمۍ او یو کرولا موټر ترلاسه شوي دي.
د ملي امنیت یاد مرکز له خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې له دوی سره د خلکو همکاري د دښمن د خصمانه کړنو د مخنیوي لامل کېږي.
بلخوا د برېښنا شرکت د ملي امنیت ځواکونو د هڅو ستایلو ترڅنګ هیله څرګنده کړې ده، هغه کسان چې په دې ډول ناوړه کړنو لاس پورې کوي، قانون ته دې وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د مماتي په مستعار نوم یو بل کس چې د وارداتي برېښنا پایه یې د شمال لارې په اوږدو کې الوځولې وه، د محکمې له لوري پر اوږده بند او تر ۴۰۰ میلیونه افغانۍ پر ډېرې جریمه محکوم شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن