لومړی تعقیب - ګردېز (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) :امنیتي مسوولین وایي چې د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د موټربم برید له امله ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د غویي په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پکتیا د مرکز ګردېز لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د ملي پوځ د تاسیساتو مرکز او مستوفیت ریاست تر منځ پر غځېدلي سړک د ترسره شوي موټر بم بريد په پایله کې ۲۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زیاته کړه چې په وژل شویو کسانو کې د ملي پوځ یوتن سرتېری او درې ملکي وګړي شامل دي.
د حسرت په وینا، په دغه برید کې ۱۹ ملکي وګړي او پنځه د ملي پوځ سرتېري ټپیان شوي چې ډېری یې له لومړنۍ طبي مرستې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي.
د والي ویاند وایي، په چاودېدونکو توکو بار دغه مازدا موټر هدف ته له رسېدو وړاندې د ملي پوځ د یو تن زړور سرتېري له خوا د تاسیساتو ودانۍ له محافظتي ټاور څخه په نښه شوی، چې له امله یې د لازیاتو تلفاتو مخه نیول شوې ده.
ده وویل چې دغه پېښه نن سهار اته بجې او شل دقیقې په داسې ځای کې رامنځته شوې، چې د ملکي وګړو تګ راتګ په کې زیاتيږي. د پېښې ځای ته نږدې د دفترونو او کورونو ښیښې ماتې او د ځاني تاوان تر څنګ مالي زیان هم ورته رسېدلی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طاریق آرین د غویي په ۲۵مه، پژواک خبری اژانس ته وویل، چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې نظامي محکمې او مستوفیت ته څېرمه د موټربم چاودنه شوې ده.
ده زیاته کړه،:« دغې چاودنې لسګونه ښاریانو ته مرګ ژوبله اړولې، دا هغه سیمه ده چې د ملکي خلکو ګڼه ګوڼه په کې زیاته وي، دغه برید د لشکر طیبې او حقاني شبکې له لوري تر سره شوی، دا برید د کابل د دشت برچي او ننګرهار د بریدونو د لړۍ بل برید دی.»
ده زیاته کړه، چې په دې اړه به نور جزییات وروسته له خلکو سره شریک شي.
د پکتیا امنيه قوماندان سمونمل داوود سلطان داوود پژواک ته وویل چې په دغه برید کې څلور ملکیان او یو سرتېري وژل شوي دي.
د پکتيا د حوزوي روغتون مرستيال ډاکټر اصيل خان ناصري وايي چې دوی ته د پېښې له ځايه ۳۳ ټپیان ور وړل شوي، چې له ډلې يې ۹ سرتېري او ۲۳ ملکي وګړي ټ دي.
ناصري زياته کړه چې تر دې دمه دوه سخت ټپيان له ګردېز ايمرجنسي روغتون څخه کابل ته لېږدول شوي او د يو ملکي وګړي د مړي په ګډون څلور تنه د ۲۰۳ تندر قول اردو نظامي روغتون ته لېږدول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن