جلال اباد (پژواک، ۳۱ غويی ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وایي، د هغه پوليس د ټپي کېدو قضيه څېړل کېږي چې تېره ورځ روداتو ولسوالۍ کې د يو بل سرتېري له لوري ټپي شوی دی .
دغه سرتېری چې په ټپي حالت کې د روغتون پر چپرکټ پروت دی او د خپل ټپي کېدو په تړاو خبرې کوي، ويډيو يې په ټولنيزو شبکو کې لاس په لاس کېږي.
ياد سرتېری شکايت کوي چې د امنيې قوماندان د یو سرتېری له خوا وهل ټکول شوی، کله چې دی قوماندان ته ورغلی هغه خپلو ساتونکو ته امر کړی چې ويې وهي، چې يوه ساتونکي يې دی پر پښه ویشتلی او ټپي کړی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي هم پېښه تاييد کړه، خو وايي سرتېري لومړی د ولسوالۍ امنيه قوماندان د پېښې عامل ګڼلی او وروسته يې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان تورن کړی دی.
خو هغه ډاډ ورکړ چې دا پيښه په جدي توګه څېړل کیږي.
د ننګرهار امنيه قومندان ايميل نيازی چې تېر ماښام د ټپي سرتېري پوښتنې ته ورغلی و، ډاډ ورکوي چې ياده پېښه به د يو ګډ پلاوي له لوری څېړل کېږي او جزیيات به يې امنيه قوماندانۍ سره شريکوي.
هغه زیاته کړې، که دغه پېښه کې هر څوک ملامت او دخيل وګڼل شي، قانوني چلند به ورسره وشي.
خو چارواکو دا نه دي ويلي چې د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نیول شوي او که نه، خو ولايتي اداره وايي، دا موضوع خپله والي شاه محمود مياخېل هم څاري او هیچاته به د تېښتې اجازه ورنه کړای شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن