کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۹) : د امریکا دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرس ته ويلي چې پاکستان اوس هم د طالبانو له سخت دريځې ډلې چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کوي، ملاتړ کوي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، د امریکا دفاع وزارت دا څرګندونې په هغه درې میاشتني راپور کې کړي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نړيوالې پرمختيا ادارې په مرسته یې جوړ او د مې په ۱۹مه یې کانګرس ته سپارلی دی.
په دې راپور کې ویل شوي: "پاکستان په دوامداره توګه له طالبانو او له هغوی سره په پاکستان کې اړونده سختدریځې ډلې لکه حقاني شبکې ملاتړ کړی، هغه ډله چې د افغان ګټو پرضد بريدونه کوي".
په راپور کې دا هم ويل شوي چې د افغان سولې په بهیر کې اسلامآباد، طالبان خبرو ته هڅولي، خو په هغو يې دومره فشار نه دی راوړی چې له ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.
د پنټاګون په راپور کې راغلي، پاکستان غواړي چې په افغانستان کې طالبان لا پیاوړي شي، ترڅو په بینالافغاني خبرو کې اسلامآباد ته هم ګټه ورسېږي.
د امریکا دفاع وزارت ویلي چې پاکستان د هغو څرګندونو په خلاف اقدام کوي چې تل یې د سولې په برخه کې د همکاریو په تړاو کړې دي.
پاکستان تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې له سختدریځو ډلو څخه د ملاتړ ادعاوې رد کړې دي.
login or register a new account.