مهترلام (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۹): د لغمان قرغیي چې دوه ځلې یې د سولې ولسوالۍ نوم ګټلی، خو اوس یې یو شمېر اوسېدونکي یې له وسله والو غلاوو او نا امنیو شکایت کوي.
قرغیو د لغمان له یوه مهمو ولسوالیو ده چې ډېری برخه یې د کابل- جلال اباد پر لویه لاره موقعیت لري، د ننګرهار له بهسودو او سره رود ولسوالیو سره ګډه پوله لري او د لغمان د مرکز مهترلام په ګاونډ کې ده.
د دې ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي، په ځانګړې توګه د چارباغ سیمې خلک د وسله والو غلو له شتونه شکایت کوي چې وسله وال غله کورونه او دوکانونه لوټي.
ګل رحمن چې د چهارباغ بازار مدینه مارکېټ کې د سولرونو دوکان لري وايي چې په یاد بازار کې د ده دوکان په ګډون په ځلونو غلاوې شوې دي.
هغه وایي چې هلته د نورو امنیتي ځواکونو سیمه ییز پولیس هم فعال دي، خو تر اوسه د غلو په نیولو او یا له منځه وړلو کې پاتې راغلي دي.
د سردار ولي په نوم یو بل دوکاندار هم پژواک ته وویل چې له ډېرې کمې سرمايې څخه یې کار پیل کړ، خو کله یې چې کاروبار ښه شو، غلو ورڅخه دوکان لوټ کړ.
د نوموړي په وینا، ښايي نور خلک دلته ډېرې پانګونې ته زړه ښه نه کړي؛ ځکه د نوموړي په خبره امنیت خراب دی او هېڅوک ځان خوندي نه محسوسوي.
هغه له دولته وغوښتل چې د یادې سیمې امنیت ته پوره پاملرنه وکړي، دغه ډول مجرمین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
مدني فعالان هم دامني چې په یاده سیمه کې په دې وروستیو کې غلا ډېره شوې، خو له دولته یې غوښتنه داده چې د دې سیمې امنیت ته دې جدي پاملرنه وکړي.
د سیمې اوسېدونکی او مدني فعال ګلالی ګل یار وايي: ((په دې وروستیو میاشتو کې دلته دوکانونه ووهل شول، له خلکو څخه یو شمېر نغدې پیسې لوټ شوې، خو هیڅوک یې مخه نه نیسی.))
هغه له دولت څخه وغوښتل چې د خلکو پانګو او کاروبارونو ته بشپړه پاملرنه وکړي، څو خلک په ډاډه زړه خپل کاروبار ته دوام ورکړي.
د لعل اغا رحماني په نوم یو کس وایي، د سیمې یو بل مدني فعال هم وایي چې په قرغیو ولسوالۍ کې د غلاوو د ګراف کچه پورته شوې او د دولت په دې برخه هېڅ کار نه دی کړی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن