کابل(پژواک،۱۹چنګاښ ۹۹): د اسلامي جمعیت ګوند رییس صلاح الدین رباني دې ته په اشاره چې ځینی کساندی د سولې مخالف بللی، وویل:"هغوی چې موږ د سولې مخالف بولي، له سولې سره لوبې کوي."
تېره اوونۍ د جمعیت ګوند اجرائیوي رییس عطامحمد نور او د دغه ګوند د رهبرۍ شاوخوا ۴۷ غړو په یوه ناسته کې صلاح الدین رباني د دغه ګوند له ریاسته ګوښه کړاو عنایت الله شاداب یې د دغه ګوند د سرپرست په توګه وټاکه چې یاد ګوند د یوشمېر نورو غړو له نیوکو سره مخ شو او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند د دغه ګوند د اجرائیوي رییس دغه کار توطیه وبلله او د جلسې د یوشمېر نورو ګډونکوونکو غړیتوب یې هم وځنډاوه.
د رباني له خوا د عطامحمد نور د غړیتوب له ځنډ وروسته عطامحمد نور له یوشمېر رسنیو سره په مرکو کې ویلي چې رباني د سولې مخالف دی.
خو رباني په هغو مراسمو کې چې نن د افغانستان د علماوو شورا د پخواني رییس مولوي قیام الدین کشاف د یاد په موخه په کابل کې نیول شوي وو، بې له دې چې د چا نوم واخلي وویل:«ځینو د خپلو معاملو پټولو لپاره غږونه پورته کړي چې چې ګواکې زه د سولې مخالف یم، د ځینو ستونزه دا ده چې د سولې له بهیره سیاسي او ناوړه استفاده کوي، خو ما هېڅ وخت دغه کار نه دی ترسره کړی.»
هغه د جمعیت د یوشمېر غړودریځ ته په اشاره وویل:«قدرت ته رسېدل د جمعیت اصلي موخه ده، خو د څو وزارتونو او سفارتونو په موخه د بل چا په قدرت کې د ځینو شریکېدل غیرقانوني موخه ده.»
هغه زیاته کړه:«موږ د سولې لپاره وینه ورکړې، هغه چې موږ ته د سولې مخالف وایي، له سولې سره بازي کوي، ان حاضر نه دي چې د سولې لپاره مقام او چوکۍ له لاسه ورکړي.»
خو د رباني په خبره، هغه نه غواړي نور د سولې ترنامه لاندې په هېواد کې جنګ اوږد شي.
هغه زیاته کړه:«زما ټینګار د دې په خاطر دی چې سوله د جنګ پای شي نه موقت اوربند، موږ دایمي سوله غواړو او هره ورځ مو ټینګار هم پر دایمي سوله دی.»
نوموړي پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وویل، درې اوونۍ وړاندې کله چې د جمعیت نوی دفتر پرانیستل شو، جمعیت د سولې په اړه خپله موضوع له ملت سره شریکه کړه او د سولې د نقشې مشخصولو غوښتنه یې وکړه، خو ځیني د توطیو په جوړېدو شول او یوشمېر نور د هغوی په دامونو کې ولوېدل او په توطیه کې شریک شول.
رباني وویل:«اوس مهال هغه پېښو ته په کتو چې رامنځته شوې دي، د جمعیت اسلامي کنګره جوړول فرض دي. کمېټه ګومارل شوې څو د ټولنېد جوړېدو لپاره طرحه برابره کړي.
هغه د دغه ګوند غړو ته په اشارې وویل:«که په سمه لار لاړم، ملاتړ مې وکړئ او که په ناسمه لار لاړم اصلاح مې کړئ.»
صلاح الدین رباني مولوي کشاف د هېواد یو جید عالم وباله او زیاته یې کړه چې په هېواد کې د سولې تامین ټینګښت د کشاف له ارمانونو څخه و.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP