کابل(پژواک،۱۹چنګاښ ۹۹): د اسلامي جمعیت ګوند رییس صلاح الدین رباني دې ته په اشاره چې ځینی کساندی د سولې مخالف بللی، وویل:"هغوی چې موږ د سولې مخالف بولي، له سولې سره لوبې کوي."
تېره اوونۍ د جمعیت ګوند اجرائیوي رییس عطامحمد نور او د دغه ګوند د رهبرۍ شاوخوا ۴۷ غړو په یوه ناسته کې صلاح الدین رباني د دغه ګوند له ریاسته ګوښه کړاو عنایت الله شاداب یې د دغه ګوند د سرپرست په توګه وټاکه چې یاد ګوند د یوشمېر نورو غړو له نیوکو سره مخ شو او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند د دغه ګوند د اجرائیوي رییس دغه کار توطیه وبلله او د جلسې د یوشمېر نورو ګډونکوونکو غړیتوب یې هم وځنډاوه.
د رباني له خوا د عطامحمد نور د غړیتوب له ځنډ وروسته عطامحمد نور له یوشمېر رسنیو سره په مرکو کې ویلي چې رباني د سولې مخالف دی.
خو رباني په هغو مراسمو کې چې نن د افغانستان د علماوو شورا د پخواني رییس مولوي قیام الدین کشاف د یاد په موخه په کابل کې نیول شوي وو، بې له دې چې د چا نوم واخلي وویل:«ځینو د خپلو معاملو پټولو لپاره غږونه پورته کړي چې چې ګواکې زه د سولې مخالف یم، د ځینو ستونزه دا ده چې د سولې له بهیره سیاسي او ناوړه استفاده کوي، خو ما هېڅ وخت دغه کار نه دی ترسره کړی.»
هغه د جمعیت د یوشمېر غړودریځ ته په اشاره وویل:«قدرت ته رسېدل د جمعیت اصلي موخه ده، خو د څو وزارتونو او سفارتونو په موخه د بل چا په قدرت کې د ځینو شریکېدل غیرقانوني موخه ده.»
هغه زیاته کړه:«موږ د سولې لپاره وینه ورکړې، هغه چې موږ ته د سولې مخالف وایي، له سولې سره بازي کوي، ان حاضر نه دي چې د سولې لپاره مقام او چوکۍ له لاسه ورکړي.»
خو د رباني په خبره، هغه نه غواړي نور د سولې ترنامه لاندې په هېواد کې جنګ اوږد شي.
هغه زیاته کړه:«زما ټینګار د دې په خاطر دی چې سوله د جنګ پای شي نه موقت اوربند، موږ دایمي سوله غواړو او هره ورځ مو ټینګار هم پر دایمي سوله دی.»
نوموړي پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وویل، درې اوونۍ وړاندې کله چې د جمعیت نوی دفتر پرانیستل شو، جمعیت د سولې په اړه خپله موضوع له ملت سره شریکه کړه او د سولې د نقشې مشخصولو غوښتنه یې وکړه، خو ځیني د توطیو په جوړېدو شول او یوشمېر نور د هغوی په دامونو کې ولوېدل او په توطیه کې شریک شول.
رباني وویل:«اوس مهال هغه پېښو ته په کتو چې رامنځته شوې دي، د جمعیت اسلامي کنګره جوړول فرض دي. کمېټه ګومارل شوې څو د ټولنېد جوړېدو لپاره طرحه برابره کړي.
هغه د دغه ګوند غړو ته په اشارې وویل:«که په سمه لار لاړم، ملاتړ مې وکړئ او که په ناسمه لار لاړم اصلاح مې کړئ.»
صلاح الدین رباني مولوي کشاف د هېواد یو جید عالم وباله او زیاته یې کړه چې په هېواد کې د سولې تامین ټینګښت د کشاف له ارمانونو څخه و.
هغه وویل چې کشاف پر ده او جمعیت حق درلود چې له کړنو یې قدرداني وکړي.
مولوي کشاپ د روان کال د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د ناروغۍ له امله د ۷۸ کلونو په عمر ومړ.
د مولوي قیام الدین زوی قاضي محمد نسیم کشاف وویل چې پلار یې له ځوانۍ د ژوند تر اخري ورځې د دین او افغانستان په خدمت مصروف و او په دې اړه یې هېڅ ناغیړي نه ده کړې.
هغه وایي چې د پلار یوازېنۍ غوښتنه یې په هېواد کې د سولې ټینګښت و.
هغه ژمنه وکړه چې د پلار د موخو د تطبیق په برخه کې به د جمعیت او له رباني سره همکار وي.
په مشرانو جرګه کې د خلکو استازي او د علماو د سرتاسري شورا غړي مولوي عطا الله لودین چې د نن یې په دغه ناسته کې شتون درلود هم د مولوي کشاف له کړنو یادونه وکړه او وویل چې هغه هروخت هڅه کوله څو په هېواد کې سوله تامین شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










