منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په خوست کې د برېښنایي تذکرو د وېش بهیرپيل شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۵۸ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹) : په خوست ولایت کې د برېښنایي تذکرو ددفتر له پرانېستل کېدو سره په رسمي توګه یې د وېش لړۍ هم پیل شوه.

د خوست د والي ویاند طالب منګل د چنګاښ په ۲۳مه، پژواک اژانس ته وویل چې د تذکرو د وېش په دې مراسمو کې د خوست والي محمد صدیق پتمن، پخواني والي حلیم فدایي، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پلان او پالیسۍ معین محمد سرور جوادي او ګڼ شمېر نورو ځایي چارواکو شتون درلود.

پتمن په خپلو خبرو کې وویل د برېښنايي تذکرو اخیستل  په ښې حکومتدارۍ، شفافیت او د یوې دقیقې احصایې په برخو کې موثره دي او د نفوس پر بنیاد د ښو خدماتو د وړاندې کولو لپاره د دقیقې احصایې لرل چې په رښتینوالۍ ولاړه وي، مهمه ده.

هغه زیاته کړه چې په خوست کې تر دې مهاله ۸۳۵۰ انفرادي او ۳۷۶۰ فامیلي  فورې وېشل شوې او له خوستوالو یې دا هیله ده، چې ښځې او نارینه تذکرې واخلي.

والي د ولایتي شورا له غړو، علما کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو وغوښتل چې په کلیو او بانډو کې خلک وهڅوي، ترڅو ښځې او نارینه تذکره واخلي، دا یو ملي ضرورت دی او په دې کې د دوی همکاري مهمه ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست