کندوز ښار (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٩): کندوز کې امنيتي سرچينې وايي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې درې امنيتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي د چنګاښ په ٢٥ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې درې امنيتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: ((دغه بريد د امام صاحب ولسوالۍ په قرغز سيمه کې شوى چې جګړې څو ساعته دوام کړى دى. ))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ياده جګړه کې دوه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.
د مرادي په وينا، په دغه جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې تېره شپه ناوخته جګړه پيل شوه او تر سهاره يې دوام درلود.
هغه وايي: ((کېداى شي چې دواړه لوري مرګ ژوبله ولري، ځکه په جګړه کې له درنو وسله والو هم کار اخيستل کېده. ))
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د کندوز په امام صاحب او چهادرې ولسواليو کې د طالبانو د بريد له امله ٢١ سرتېري وژل شوي وو او ګڼ شمېر نور ټپيان وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن