کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۹): د کورنيو چارو وزارت وايي، د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې معينيت او د کابل امنيې قوماندانۍ په يو لړ ګډو عملياتو کې د نشه یي توکو ۱۰ قاچاق کوونکي او د دوو پوليسو په ګډون د هغوی يو شمېر ملګري نيولي دي.
له ياد وزارته د چنګاښ په ۳۱مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ګډو امنیتي ارګانونو ترمنځ د امنيتي تړون له پیل راهيسې امنيتي ځواکونو په کابل ښار کې د جرمونو او جنايت پر ضد مبارزه کې د نشه یي توکو قاچاق کوونکو ته سخت ګوزار ورکړی دی.
سرچينه زياتوي، د کورنيو چارو وزارت د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې معينيت او د کابل امنيې قوماندانۍ په يو لړ ګډو عملياتو کې ۱۰ قاچاق کوونکي او د دوو پوليسو په ګډون د هغوی يو شمېر ملګري نيولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې امنيتي ځواکونو په دغو عملياتو کې ۲۲ کيلوګرامه نشه یي توکو، ۲۴۳۶۸۵ يورو، ۵۴۷۳۵ ډالر، ۵۳۱۵۲۰ افغانۍ، ۷۲۸۳۵۰ کلدارې، ۲۴۰۰ انګليسي پونډ، ۱۰۰۰ کوريايي ون او ۵۲۰ ترکي ليره هم ترلاسه کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، له نيول شوو قاچاق کوونکو څخه ۱۵۰ پېژندپاڼې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، د امنيتي تړون په پيل سره د ترهګرو، جنايتکارو او مجرمينو پر ضد د امنيتي ځواکونو مبارزه په بې ساري ډول ګړندۍ او پراخه شوې او د خلکو په همکارۍ دوی د ځپل کېدو په حال کې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د امنيتي تړون د لاسلیک په لومړۍ اوونۍ کې د عامو خلکو په همکارۍ او له امنيتي ځواکونو سره د همکارو مخفي وطندوسته شبکو د دقیقو اطلاعاتو پر بنسټ شاوخوا ۲۰۰ مجرمين پېژندل شوي چې د پام وړ شمېر يې نيول شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP