ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د نشه یي توکو ۱۰ قاچاق کوونکي نیول شوي

کابل ښار کې د نشه یي توکو ۱۰ قاچاق کوونکي نیول شوي

author avatar
21 Jul 2020 - 19:10
کابل ښار کې د نشه یي توکو ۱۰ قاچاق کوونکي نیول شوي
author avatar
21 Jul 2020 - 19:10

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۹): د کورنيو چارو وزارت وايي، د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې معينيت او د کابل امنيې قوماندانۍ په يو لړ ګډو عملياتو کې  د نشه یي توکو ۱۰ قاچاق کوونکي او د دوو پوليسو په ګډون د هغوی يو شمېر ملګري نيولي دي.

له ياد وزارته د چنګاښ په ۳۱مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ګډو امنیتي ارګانونو ترمنځ د امنيتي تړون له پیل راهيسې امنيتي ځواکونو په کابل ښار کې د جرمونو او جنايت پر ضد مبارزه کې د نشه یي توکو قاچاق کوونکو ته سخت ګوزار ورکړی دی.

سرچينه زياتوي، د کورنيو چارو وزارت د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې معينيت او د کابل امنيې قوماندانۍ په يو لړ ګډو عملياتو کې ۱۰ قاچاق کوونکي او د دوو پوليسو په ګډون د هغوی يو شمېر ملګري نيولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې امنيتي ځواکونو په دغو عملياتو کې ۲۲ کيلوګرامه نشه یي توکو، ۲۴۳۶۸۵ يورو، ۵۴۷۳۵ ډالر، ۵۳۱۵۲۰ افغانۍ، ۷۲۸۳۵۰ کلدارې، ۲۴۰۰ انګليسي پونډ، ۱۰۰۰ کوريايي ون او ۵۲۰ ترکي ليره هم ترلاسه کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، له نيول شوو قاچاق کوونکو څخه ۱۵۰ پېژندپاڼې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، د امنيتي تړون په پيل سره د ترهګرو، جنايتکارو او مجرمينو پر ضد د امنيتي ځواکونو مبارزه په بې ساري ډول ګړندۍ او پراخه شوې او د خلکو په همکارۍ دوی د ځپل کېدو په حال کې دي.

په خبرپاڼه کې  راغلي، د امنيتي تړون د لاسلیک په لومړۍ اوونۍ کې د عامو خلکو په همکارۍ او له امنيتي ځواکونو سره د همکارو مخفي وطندوسته شبکو د دقیقو اطلاعاتو پر بنسټ شاوخوا ۲۰۰ مجرمين پېژندل شوي چې د پام وړ شمېر يې نيول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.