ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د هسکې مېنې او سپین غر خلک د بهرنیو ځواکونو وتلو اندېښمن کړي

د ننګرهار د هسکې مېنې او سپین غر خلک د بهرنیو ځواکونو وتلو اندېښمن کړي

author avatar
5 Aug 2020 - 15:33
د ننګرهار د هسکې مېنې او سپین غر خلک د بهرنیو ځواکونو وتلو اندېښمن کړي
author avatar
5 Aug 2020 - 15:33

جلال اباد (پژواک، ۱۵ زمری ۹۹): د ننګرهار د سپین غر او هسکې مینې ولسوالیو د هغو سیمو خلک چې موده مخکې بهرني ځواکونه ترې ووتل، وايي چې د بهرني ځواکونو له وتلو وروسته ورته اندېښنه پيدا شوې چې ګواکې سیمو ته به یې وسله وال طالبان ورشي.

که څه هم امنيتي چارواکي ډاډ ورکوي چې په سيمه کې يې د امنيت ټينګښت لپاره پوره چمتووالی نيولی خو تاييدوي چې ځينو لرو پرتو سيمو کې وسله وال طالبان ځای پر ځای شوي دي.

په ورته وخت کې د دغو سيمو خلک وايي، جګړو ورته سخت مالي زيانونه اړولي، کورونه، لارې، ښوونځي او روغتونونه يې ړنګ شوي، حکومت ورسره په ځلونو د جوړېدو ژمنې کړي خو لا  تر اوسه يې دغه برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی.

که څه د ننګرهار ولايتي ادارې اوونۍ وړاندې ومنله چې بهرني ځواکونه له دغو دوو ولسواليو ووتل، خو هلته مېشت ځواکونه او ځايي خلک وايي، چې کابو له دريو مياشتو بهرني ځواکونه وتلي دي.

د سپين غر ولسوالۍ په مامند دره کې د بهرنيو ځواکونو بېز اوس د ملي اردو ځواکونو ته سپارل شوی چې په کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا سرتيري مېشت دي.

دغلته مېشت يوه سرتېري اسلام الدين نورستاني پژواک ته وويل، پر درنو وسلو سمبال دي او د خپل د تن په قربانۍ هېچا ته اجازه نه ورکوي چې بېرته سيمې ونيسي.

په دغه بېز کې د مېشت کنډک قوماندان لومړي بريدمن حشمت الله پژواک سره خبرو کې وويل، په کنډک ورته له بهرنيانو وسلې نه دي پاتې يوازې د بېز ساختماني ځايونه او د رڼا سيستم پاتې شوی؛ خو دوی د توپچي تر کچې په درنو وسلو سنبال دي.

هغه په دې سيمه کې د وسله والو د موجوديت په اړه وويل: ((د مورګې په نوم لرې پرته سيمه چې ډيورنډ کرښې ته نږدې ده، هلته زموږ د راپورونو له مخې وسله وال شته چې د لشکر اسلام په نوم ډلې پورې اړوند دي.))

د سيمې اوسېدونکي هم اندېښنه لري چې د بهرنيانو په وتلو به بېرته وسله وال دغو سيمو ته راستانه شي او له شته امنيتي ځواکونو سره به جګړې وکړي.

د سپين غر ولسوالۍ اړوند د شډل بازار سيمې يوه اوسېدونکي او قومي مشر ملک اول خان وويل، وضعيت تر پخوا ښه دی خو په لرو پرتو غرنيو سيمو کې وسله وال بيا ځای پر ځای شوي چې د جګړو د بيا پيل وېره يې پيدا کړې ده.

خو په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد کريم نيازي پژواک سره خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې د جګړو پر وړاندې يې ځواکونه پوره چمتو دي او هېچا ته د بريد وخت نه ورکول کېږي.

په ورته وخت کې د سيمې اوسېدونکي وايي جګړو ورته زيانونه اړولي، کورونه، سړکونه، ښوونځي، جوماتونه او روغتيايي مرکزونه يې ړنګ شوي، حکومت يې د جوړولو ژمنې ورکړې خو تر اوسه هېڅ همکاري نه ده شوې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.