کابل (پژواک،٢٨زمرى ٩٩): د ترکیې جمهوررئیس، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې مبارکي ویلې ده .
له ارګ څخه پژواک اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان د لیکلي پیغام له لارې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې مبارکي ویلې ده .
سرچينه وايي چې د ترکیې جمهوررئیس په دغه پیغام کې لیکلي : ((د افغانستان د خپلواکۍ په مناسبت د خپل ملت او ځان په استازیتوب افغان دولت او ورور ملت ته د زړه له کومې مبارکي وایي.
په پیغام کې راغلي :((په پام کې ده چې په دوستانه اړیکو او فرهنګي ورورولۍ ولاړه د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دېپلوماټیکې ورورلۍ اړیکو سلمه کالیزه، راتلونکی کال ونمانځو او پوره باور لرم چې دا اړیکې به په راتلونکي کې لا پراختیا ومومي.))
اردوغان زياته کړې چې ترکیه به د سولې د تامین لپاره له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته چې د تلپاتې سولې، امنیت او هوساینې لپاره د کوښښونو له پلوه له یوې حساسې دورې څخه د تېرېدو په حال کې دى، خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.
همداراز د ترکیې جمهوررئیس د پیغام په پای کې ولسمشر غني ته د روغتیا او بریالیتوب او د افغانستان دوست او ورور ملت ته د سولې او ارامۍ هیله څرګندوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن