کندهار (پژواک، د وږي لومړۍ ۹۹): د کندهار د عامې روغتیا رییس وايي، ډېر ژر به په دې ولایت کې د میرویس حوزوي روغتون تشکیل ډېر او د بسترونو شمېر له ۳۵۰ څخه ۶۰۰ ته لوړ شي چې پر بنسټ به یې خلکو ته د روغتیايي خدماتو په برخه کې اسانتیاوې ډېرې شي.
دی زیاتوي، د دې کار لپاره بودیجه ځانګړې شوې او ژر به یې اړوندې چارې پيل شي.
د عامې روغتیا رییس ډاکټر موسی جان سلطان چې تازه په دغه پوسټ ګومارل شوی، په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې میرویس حوزوي روغتون ته په دې وروستیو کې د سوېلي ولایتونو تر څنګ د یو شمېر نورو لایتونو ناروغانو هم مخه کړې چې د هېواد په کچه په تر ټولو بوخت روغتون بدل شوی دی.
میرویس روغتون د سوېلي زون په کچه فعالیت کوي، په دې وروستیو کې ورته د کندهار، هلمند، اروزګان او زابل تر څنګ د غزني، دایکنډي، فراه، نیمروز او یو شمېر نورو ولایتونو ناروغان هم راوړل کېږي.
دغه حالت د دې لامل شوی چې د دغه روغتون ډاکټران او روغتیا پالان په سمه توګه ناروغانو ته رسېدنه و نه کړي او د هغوی شکایت پورته شي.
د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر موسی جان سلطاني له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د میرویس حوزوي روغتون د تشکیل د ډېرېدو لپاره ۲۰ میلیونه افغانۍ او د ۲۵۰ نورو بسترونو زیاتولو لپاره څه له پاسه ۴۷ میلیونه افغانۍ بودیجې له مالیې وزارت حخه د عامې روغتیا وزارت ته رالېږدول شوې ده.
دی وايي، د دغه روغتون د تشکیل د پراخولو او بسترونو د ډېرولو چارې له مخکې په پلان کې وې خو د کرونا بحران ځنډولې وې.
نوموړی خبر ورکوي چې د کرونا بحران له کمېدو سره اوس پر دې موضوع جدي کار کېږي او ډېر ژر به د روغتون تشکیل ډېر او د بسترونو شمېر زیات شي.
ده وویل، دغه روغتون ته د شاوخوا لسو ولایتونو ناروغان، د جګړو او ترافیکي پېښو ټپیان او نور مراجعه کوي چې پر دې روغتون یې بېروبار زیاد کړی دی.
ډاکټر سلطان زیاتوي، پر میرویس روغتون د ناروغانو د بېروبار یوه لامل په ولسوالیو کې د کمو روغتیايي خدماتو شتون دی چې له امله یې ناروغان اړ کېږي د درملنې لپاره دغه روغتون ته مراجعه وکړي.
خو ده خبر ورکړ چې په ولایتي او د ولسوالیو کچه د روغتیايي خدماتو پراختیا، د مرستندویه ادارو تر منځ همغږي او نور یې کاري لومړیتوبونه دي څوک په دې برخه کې بسنټیز بدلون احساس کړي.
نوموړي په دې برخه کې بله بنسټیزه ستونزه د زون په کچه د نسايي او ولادي روغتون نشتون ګڼي او وايي، د کندهار اوسېدونکي په دې برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن