ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د بسترونو شمېر ۶۰۰ ته لوړېږي

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د بسترونو شمېر ۶۰۰ ته لوړېږي

author avatar
22 Aug 2020 - 11:14
د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د بسترونو شمېر ۶۰۰ ته لوړېږي
author avatar
22 Aug 2020 - 11:14

کندهار (پژواک، د وږي لومړۍ ۹۹): د کندهار د عامې روغتیا رییس وايي، ډېر ژر به په دې ولایت کې د میرویس حوزوي روغتون تشکیل ډېر او د بسترونو شمېر له ۳۵۰ څخه ۶۰۰ ته لوړ شي چې پر بنسټ به یې خلکو ته د روغتیايي خدماتو په برخه کې اسانتیاوې ډېرې شي.

دی زیاتوي، د دې کار لپاره بودیجه ځانګړې شوې او ژر به یې اړوندې چارې پيل شي.

د عامې روغتیا رییس ډاکټر موسی جان سلطان چې تازه په دغه پوسټ ګومارل شوی، په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې میرویس حوزوي روغتون ته په دې وروستیو کې د سوېلي ولایتونو تر څنګ د یو شمېر نورو لایتونو ناروغانو هم مخه کړې چې د هېواد په کچه په تر ټولو بوخت روغتون بدل شوی دی.

میرویس روغتون د سوېلي زون په کچه فعالیت کوي، په دې وروستیو کې ورته د کندهار، هلمند، اروزګان او زابل تر څنګ د غزني، دایکنډي، فراه، نیمروز او یو شمېر نورو ولایتونو ناروغان هم راوړل کېږي.

دغه حالت د دې لامل شوی چې د دغه روغتون ډاکټران او روغتیا پالان په سمه توګه ناروغانو ته رسېدنه و نه کړي او د هغوی شکایت پورته شي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر موسی جان سلطاني له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د میرویس حوزوي روغتون د تشکیل د ډېرېدو لپاره ۲۰ میلیونه افغانۍ او د ۲۵۰ نورو بسترونو زیاتولو لپاره څه له پاسه ۴۷ میلیونه افغانۍ بودیجې له مالیې وزارت حخه د عامې روغتیا وزارت ته رالېږدول شوې ده.

دی وايي، د دغه روغتون د تشکیل د پراخولو او بسترونو د ډېرولو چارې له مخکې په پلان کې وې خو د کرونا بحران ځنډولې وې.

نوموړی خبر ورکوي چې د کرونا بحران له کمېدو سره اوس پر دې موضوع جدي کار کېږي او ډېر ژر به د روغتون تشکیل ډېر او د بسترونو شمېر زیات شي.

ده وویل، دغه روغتون ته د شاوخوا لسو ولایتونو ناروغان، د جګړو او ترافیکي پېښو ټپیان او نور مراجعه کوي چې پر دې روغتون یې بېروبار زیاد کړی دی.

ډاکټر سلطان زیاتوي، پر میرویس روغتون د ناروغانو د بېروبار یوه لامل په ولسوالیو کې د کمو روغتیايي خدماتو شتون دی چې له امله یې ناروغان اړ کېږي د درملنې لپاره دغه روغتون ته مراجعه وکړي.

خو ده خبر ورکړ چې په ولایتي او د ولسوالیو کچه د روغتیايي خدماتو پراختیا، د مرستندویه ادارو تر منځ همغږي او نور یې کاري لومړیتوبونه دي څوک په دې برخه کې بسنټیز بدلون احساس کړي.

نوموړي په دې برخه کې بله بنسټیزه ستونزه د زون په کچه د نسايي او ولادي روغتون نشتون ګڼي او وايي، د کندهار اوسېدونکي په دې برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

هغه زیاته کړه، اوس مهال یوازې د کندهار په میرویس روغتون کې نسايي ولادي وارډ شته چې یوازې د کندهار لپاره هم بسنه نه کوي.

د ده په خبره، میرویس روغتون د سوېلي زون په کچه فعالیت کوي چې د نورو ناروغانو تر څنګ پرې د نسايي ولادي ناروغانو ګڼه ګوڼه ډېره ده او د اسانتیاوو د کمښت له امله ورته په سمه توګه روغتیايي خدمات نه شي وړاندې کېدای.

خو دی وايي چې په دې وروستیو کې مرکزي ادارې په دې ولایت کې د مور او ماشوم لپاره د ځانګړي ۲۰۰ بستریز روغتون جوړول منلي چې کارونه به یې په نږدې راتلونکې کې پیل شي.

ډاکټر سلطان دغه راز یادونه وکړه چې په شاولیکوټ ولسوالۍ کې هم د یوه ۳۰ بستریز روغتون جوړول په پلان کې دي چې دغه چارې به پر میرویس روغتون د ناروغانو فشار کم کړي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، پر میرویس حوزوي روغتون د ناروغانو ازدحام لامل شوی چې د دغه روغتون ډاکټران او روغتیا پالان په سمه توګه ناروغانو ته رسېدنه و نه کړي.

خلک شکایت کوي چې په دې وروستیو کې په دغه روغتون کې له ناروغانو سره سم چلند نه کېږي، درمل نه ورکول کېږي او په نسايي او ولادي وارډ کې مېرمنې د زېږون پر مهال له ستونزو سره مخ دي.

رحمت الله د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې ورور یې د معدې ناروغ دی او د درملنې لپاره یې دغه روغتون ته راوړی دی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه اوونۍ وشوه چې خپل ناروغ ورور یې دغه روغتون ته راوستلی او عملیاتو ته اړتیا لري، خو نوبت نه ورته رسېږي.

ده ادعا وکړه، دلته ټول کارونه په شناخت او واسطه کېږي، که شناخت او واسطه و نه لرې، نو په ورځو ورځو به انتظار باسې او د ناروغ درملنه به دې نه کېږي.

دغه روغتون ته زر بي بي په نوم یوه مېرمن له غزني ولایت څخه راغلې ده او وايي، چې په خپل ولایت کې یې درملنه و نه شوه نو د کندهار میرویس روغتون ته راغله.

خو دا د نارینه ډاکټرانو له چلند څخه راضي ده خو د ښځینه نرسانو او قابلو له ناسم چلند څخه شکایت کوي.

دا وايي، قابلې او نرسانې د درملنې پر مهال له ناروغانو سره ناوړه چلند کوي، د ناروغانو سپکاوی کوي او د هغوی په درملنه کې ناغېړي کوي.

خو ګڼ شمېر ناروغان بیا داسې هم شته چې د دغه روغتون له خدماتو تر یوه بریده خوښ دي او په دې زون کې د دغسې یوه روغتون  شتون غنیمت ګڼي.

د کندهار ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکی عزت الله پژواک اژانس ته وویل، میرویس روغتون د سوېلي زون په کچه یوازینی روغتون دی چې د ډېرو داسې ناروغیو وړیا درملنه او عملیات په کې کېږي چې په نورو روغتونونو کې نه کېږي.

خو د ده په خبره، دا چې پر دغه روغتون د ناروغانو ګڼه ګوڼه بیخي زیاته ده، نو طبعاً ډاکټران او روغتیا پالان نه شي ور پسې رسېدای چې درملنه یا عملیات به یې یو څه وخت اخلي.

دی خوښي ښيي چې په دې وروستیو کې د دغه روغتون د تشکیل ډېرولو او بسترونو زیاتولو پرېکړه شوې ده.

میرویس حوزوي روغتون چې د سوېلي زون په کچه فعالیت کوي په خپل تشکیل کې ۳۵۰ بستره لري خو اوس د سوېلي ولایتونو تر څنګ ورته د غزني، دایکنډي، فراه، نیمروز او یو شمېر نورو ولایتونو ناروغان راوړل کېږي او ډېر مهال یې یوازې د بستري ناروغانو شمېر تر ۶۰۰ اوړي.

د دې تر څنګ هره ورځ دغه روغتون بېړني ناروغان، د ترافیکي پېښو او جګړو ټپیان هم د درملنې لپاره راوړل کېږي چې د روغتیايي کارکوونکو بوختیا یې ډېره کړې ده.

د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د میرویس روغتون نوکریوال ډاکټران هره شپه تر ۵۰ ډېر جراحي عملیات کوي چې دا لوړه شمېره ده، دغه راز هره شپه د نوکریوالو ښځینه ډاکټرانو او قابلو له خوا په نسايي ولادي وارډ کې له ۱۵۰ ډېر ولادتونه کېږي.

اوسمهال په کندهار کې د عامې روغتیا وزارت، مرستندویه ادارو او خصوصي سکتور په مرسته د میرویس حوزوي روغتون په ګډون ۲۱۵ روغتیايي مرکزونه فعال دي چې په دې کې بشپړ، بنسټیز، ګرځنده، فرعي او نور مرکزونه شامل دي.

له دې ډلې ۷۱ روغتیايي مرکزونه د دولت او ۱۹ د خصوصي سکتور په پانګونه جوړ شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.