کندوز ښار (پژواک، ٦ وږى ٩٩): د کندوز پوليس وايي چې په دغه ولايت کې ١٥ کسان د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور نيول شوي دي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري د وږي په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت پوليسو د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې د کندوز ښار له مربوطاتو څخه ١٥ کسان د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور نيولي دي.
ده وويل چې نيول شوي کسان په وسله والو غلاوو، جعل او تذوير، د خلکو په ځورولو، باج اخيستلو او د خلکو په ټپي کولو کې لاس لري.
هغه زياته کړه چې د دغه ولايت د استيناف څارنوالۍ د يادو کسانو د نيولو پرېکړه کړى وه، نو ځکه د پوليسو له لوري نيول شوي دي.
نوموړي وايي چې د يادو کسانو دوسيې د نورو اجرااتو په موخه څارنوالۍ ته سپارل شوې دي.
د يادونې ده چې ډېرى مهال دغه شان کسان د پوليسو له لوري نيول کيږي، خو خلک بيا وايي چې دغه تورن کسان په عدليي او قضايي ارګانونو کې تر بډو ورکولو وروسته بېرته خوشې کيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن