ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ختیځ کې د داعش ډلې د مطبوعاتو مسوول په ګډون اووه کسان ونیول شول

په ختیځ کې د داعش ډلې د مطبوعاتو مسوول په ګډون اووه کسان ونیول شول

author avatar
2 Oct 2020 - 09:41
په ختیځ کې د داعش ډلې د مطبوعاتو مسوول په ګډون اووه کسان ونیول شول
author avatar
2 Oct 2020 - 09:41

جلال اباد(پژواک، ۱۱ تله ٩٩): ختیځ کې د ملي امنیت ځانګړي ځواک (صفر دوه) قطعې له خوا د داعش ډلې د مطبوعاتو مسوول په ګډون اووه کسان ونیول شول.

په ختیځ کې د ملي امنیت ځانګړي ځواک (صفر دوه) قطعې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یادې قطعې د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ د سیاف فامیليو سیمه کې بېګا شپني عملیات ترسره کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو عملیاتو په پایله کې د داعش ډلې د مطبوعاتو مسوول مبارز حماس په ګډون۷ کسان نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو عملیاتو کې ځانګړو ځواکونو او ملکې وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتى.

په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.