پلخمري (پژواک، ١٣ تله ٩٩): د کابل-شمال لويې لارې يو شمېر موټر چلوونکي او مسافرو وايي چې د بغلان ولايت په مربوطاتو کې د پخوا په پرتله د نا امنۍ کچه ډېره لوړه شوې او دوى يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو اوونيو راهيسې د بغلان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو هم زور اخيستى چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د کابل-شمال لويې لارې يو تن موټر چلوونکي ګل محمد د تلې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بغلان ولايت د جرخشک او ډنډغوري له سيمو څخه تېرېدل له ژوند سره لوبې کول دي.
هغه وايي: ((دوه يا درې مياشتې وړاندې به موږ د شپې له دغو ځايونو تېرېدلو، خو اوس د ورځې ولا که څوک پرې تېرېدلاى شي.))
بل موټر چلوونکی سیدا جان وايي چې بغلان کې لویې لارې تر بل هر وخت ډېرې نا امنه شوې دي چې د سوداګریزو توکو پرلېږد رالېږد یې منفي اغېزې کړې دي.
ده وويل: ((يو خو هسې هم وضعيت خراب و اوس چې نا امني ډېره شوې ده سوداګر او موټر چلوونکي نا امنه ولايتونو ته مالونه نه وړي چې دغه کار پر کاروبار سخته بده اغېزه کړې ده.))
نوموړي دا هم وويل چې څو ورځې وړاندې يې د تره د زوى ميرولي موټر په ډنډغوري سيمه کې د جګړې له امله اور اخيستى چې خپله هغه هم په کې ټپي شوى دى.
همدارنګه د کابل-شمال لويې لارې يو تن مسافر غلام سعيد پژواک ته وويل چې دغه لار تر پخوا ډېره نا امنه شوې ده او دوى يې اندېښمن کړي دي.
غلام سعيد زياتوي: (( د بغلان له دوشي نيولې تر پلخمري او بيا له پلخمري د سمنګان ولايت تر رباطک سيمې د سړک دواړو غاړو ته طالبان ولاړ دي چې کله وغواړي خلک له موټر څخه ښکته کوي او چې هرڅه وغواړي هغه پرې کولاى شي.))
د يادې لارې يو شمېر نورو مسافرو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت څخه يې په دغه برخه کې د اړينې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د يادو څرګندونو په اړه د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاويد احمد بشارت پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د لويو لارو په اوږدو کې جګړې ډېرې شوې دي.
هغه وايي چې امنيتي مسوولينو د لويو لارو د امنيت د ټېنګښت لپاره اړين پلانونه جوړ کړي چې په عملي کېدو سره به يې دغه ستونزې پاى ومومي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP