جلال اباد (پژواک، ۱۴ تله ۹۹): د نورستان د ټولو ولسواليو روغتيايي کارکوونکو له دې امله چې امکانات، درمل او معاشونه پر وخت نه ورکول کېږي له پرون راهيسې کاربنديز کړی دی.
دوی وايي، دا څلورمه مياشت ده چې معاشات يې نه دي حواله شوي، په روغتيايي مرکزونو کې درمل خلاص شوي او هغو روغتيايي مرکزونو ته چې بستر ناروغان لري، ډوډۍ او نور خوراکي توکي نه ورکول کېږي.
ډاکټران وايي، ناروغان د درملنې لپاره ورځي خو دوی امکانات نه لري نو ځکه يې کاربنديز وکړ چې امکانات ورته ورکړل شي.
په دغه ولايت کې ۳۷ روغتيايي مرکزونه دي چې د ۳۱۱ روغتيايي کارمندانو چې ډاکټران، نرسان، قابلې او نور خدماتي پرسونل په کې شامل دی، خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.
د معلوماتو له مخې، په نورستان کې روغتيايي خدمات د اهيډ په نوم موسسې قرارداد کړي چې تل ترې ځايي ډاکټران ، روغتيايي کارمندان او خلک شکايت کوي.
د نورستان د دواب ولسوالۍ د روغتيايي مرکز مسوول ډاکټر محمد فاروق د تلې په ۱۴مه پژواک اژانس ته وويل چې دوی ته له تېرو ۴ مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ورکړل شوي، په کلينيکونو کې درمل په نشت حساب دي او هغو مرکزونو ته ډوډۍ نه ورکول کېږي چې بستر ناروغان ولري، نو ځکه دوی تر ډېرو غوښتنو او شکايتونو وروسته کاربنديز وکړ.
هغه زياته کړه: ((پرون ورځ موږ مجبور شو چې کار بنديز وکړو، ځکه ناروغان راځي موږ سره درمل نشته، نو ولې خلک په تکليف کړو، تر هغه وخته به کاربنديز دوام لري چې ستونزه مو نه وي حل شوې.))
سيد رفعت چې له يوې لرې پرتې درې يې دغه روغتيايي مرکز ته ناروغ راوستلی و، وايي چې د درملو د نشتوالي له امله مجبور شو چې شخصي ډاکټر ته ناروغ ورولي.
دی وايي: ((دلته امکانات نشته، ناروغ مو کجاوه کې راوست، ناروغه محرقه ده، کلينيک کې يې وويل چې درمل نشته نو شخصي ډاکټر ته ورغلو، ۷۰۰افغانيو دوايي يې وليکله، زما د اووه رپو وس نشته.))
د نورستان ولايت يو قومي مشر امان الله عنايت هم وايي چې ددغه ولايت خلک له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ دي.
دی وايي، ډېر کله ناروغان له کلينيکونو بېرته ځکه رخصتيږي چې کلينيکونو کې درمل موجود نه وي.
په نورستان کې د روغتيايي خدمتونو قراردادي موسسې (اهيډ) مسوولين هم يادې ستونزې مني خو وايي چې د حل په موخه يې له نن څخه اقدامات پيل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP