ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسناد: پنځه خصوصي روغتونونه د کرونا ویروس جعلي اسناد صادروي

اسناد: پنځه خصوصي روغتونونه د کرونا ویروس جعلي اسناد صادروي

author avatar
15 Oct 2020 - 11:39
اسناد: پنځه خصوصي روغتونونه د کرونا ویروس جعلي اسناد صادروي
author avatar
15 Oct 2020 - 11:39

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۹۹): هغه اسناد چې پژواک ترلاسه کړي، ښيي چې ځینې خصوصي روغتونونه د پیسو په بدل کې د کرونا ازموینې د منفي ښودلو لپاره هغو کسانو ته جعلي اسناد صادروي چې له هېواده بهر سفر کوي.

په نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته نورو هېوادونو ته د سفر پر مهال د کوېد-۱۹ ازموینه یو اړین امر بلل کیږي، چې افغانستان هم له دغه امره  بې برخې نه دی او هغه مسافرو ته چې د کرونا ویروس د ازموینې اسناد له ځان سره ونه لري، د سفر اجازه نه ورکول کېږي.

د قضیې په اړه شته اسناد:

که څه هم پژواک له پرله پسې اړیکو سربېره ونه توانېد د بهرنيو هوایي شرکتونو د ټولنې د مسولینو نظرونه ترلاسه کړي؛ خو هغه اسناد چې پژواک ترلاسه کړي ښیي چې د بهرنیو هوایي شرکتونو ټولنې د ۱۳۹۹ کال د تلې په ۵مه د ملکي هوایي چلند ادارې ته په یوه مکتوب کې، «رایل روغتون، بلاسم روغتون، بیوتیک طبي لابراتوار، ثنا معالجوي روغتون او وهاج روغتون» له هغو روغتونونو ښودلي چې د کرونا ویروس جعلي اسناد یې خپاره کړي دي.

دغې ټولنې د ملکي هوایي چلند له ادارې غوښتي چې یاد پنځه روغتیايي مرکزونه چې د پیسو په بدل کې یې د کرونا ویروس جعلي اسناد صادر کړي؛ دې د دوی په تور لېست کې شامل کړي.

اتحادیې ته د ملکي هوايي چلند ادارې مکتوب:

ملکي هوایي چلند ادارې د ۱۳۹۹ کال د تلې په ۲۱مه نېټه د بهرنيو هوایی شرکتونو ټولنې ته په ۴۱۱ شمېره صادر شوي مکتوب کې لیکلي: «د عامې روغتیا د لارښوونو سره سم، ، د PCR  په دقیقه ازموینه کې هر ډول لټي دغې ادارې ته د منلو نه ده.»

د ملکي هوایي چلند اداره لیکي، د بهرنيو هوایی شرکتونو ټولنې لخوا دغې ادارې ته د معرفي شوو خصوصي روغتونونو سستي او د جعلي اسنادو صادرول د منلو وړ نه دي.

له عامې روغتیا وزارته د ملکي هوایی چلند ادارې غوښتنه:

د ملکي هوایي چلند ادارې د ۱۳۹۹ کال د تلې په ۲۱مه نېټه په ۴۰۲مه شمېر مکتوب کې عامې روغتیا وزارت ته لکیلي: « د کابل – متحده عربي امارتو سکټور چې نږدې ۸۰ سلنه ترانزیټ مسافر د پروازونو د اتصال لپاره له دغه هب (HUB) څخه ګټه اخلي، د عامې روغتیا وزارت د لارښوونو سره سم، د PCR د دقیقې ازموینې په ترسره کولو کې هر ډول ناغېړي  دې ادارې ته د منلو وړ نه ده.”

د هوایي چلند ادارې له عامې روغتیا وزارته غوښتي چې د هغو مواردو د کنټرول او څېړنې لپاره دې اقدام وکړي چې د کابل – متحدو عربي اماراتو د الوتنو د ځنډ او روغتیایي سیستمونو او هوایی چلند د سکټور د بې باورۍ سبب ګرځي.

د دې موضوع په اړه د ملکي هوایي چلند ادارې نظر:

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رییس محمد قاسم وفایي د بهرنیو هوایي شرکتونو د ټولنېې اندېښنو ته په اشاره پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یادې ټولنې له اندېښنو وروسته، هغو ته د رسېدنې په موخه دوی موضوع په لیکلې بڼه له عامې روغتیا وزارت سره شریکه کړې څو وزارت یې په اړه ارزونه وکړي.

هغه یادونه وکړه چې د روغتیایي مرکزونو لخوا د جعلي اسنادو صادرول د بهرنيو الوتنو د ځنډ لامل ګرځي، او زیاته یې کړه چې دا مهال د کابل – استانبول او کابل – انقرې الوتنې ځنډول شوې دي.

هغه زیاته کړه: “د متحده عربي اماراتو، فلای دوبۍ او العربیه شرکتونو هم ویلي وو، داچې دوی له دې ځایه (افغانستانه) د کرونا ویروس منفي ازموینې اسناد وړي وو ،خو هلته (بهرني هیواد) کې ازموینه مثبته تشخیص شوې ده، هغوی د خپلو حکومتونو تر فشار لاندې راغلي او ویلي یې  وو چې د دغه کار تکرار د الوتنو د قطع کېدو سبب کېږي.”

وفايي وويل چې له هوايي شرکتونو غوښتل شوي چې د هغو روغتيايي مرکزونو ازموینې دې ومني چې د عامې روغتيا وزارت لخوا ټول تعریف شوی پروسېجر یې مراعات کړی وي.

د عامې روعتیا وزارت نظر:

عامې روغتیا وزارت وايي چې تر اوسه دغې ادارې ته یاد مکتوب نه دی رسېدلی.

د عامې روغتیا وزارت ویاندې معصومې جعفري پژواک خبري اژانس ته وویل، کله چې دغه وزارت ته مکتوب ورسېږي په دې اړه به پلټنې پیل کړي.

هغې زیاته کړه، که چېرې د څېړنې په جریان کې یاد موارد معلوم شي، لومړی مرکزونو ته خبرداری ورکول کېږي، او که له هغه سربېره هم پاملرنه ونه کړي، ښایي مرکزونه وتړل شي.

د تورنو روغتیایي مرکزونو لیدلوري:

د بهرنیو مسافرو لپاره د کرونا ویروس د جعلي ازموینو د اسنادو په صادرولو تورن روغتیایی مرکزونه، د بهرنیو هوایي شرکتونو د ټولنې اقدامات او د ملکي هوایي چلند مکتوب؛ د یادو روغتونونو د فعالیتونو د بندولو لپاره د روغتونونو پر وړاندې دسیسه بللې ده.

د یادو روغتونونو د مسولینو په خبره، اوس مهال پنځه روغتونونه په یاده برخه کې فعالیت کوي؛ خو العربیه، فلای دوبۍ او امارات شرکتونه د ملکي هوایی چلند ادارې په غوښتنه د ازموینې لپاره دغو روغتیایي مرکزونو ته مسافر نه لېږي.

وهاج روغتون

د وهاج روغتون رییس ډاکتر محمد هاشم وهاج د کرونا د جعلي ازموینو ادعاوې بې بنسټه وبللې او وویل چې دغه تورونه سل په سلو کې ناسم دي.

هغه له څو محدودو روغتونونو سره د بهرنیو هوایي شرکتونو ټولنې د معاملې موجودیت ته په اشارې وویل، د دغو ناسمو ادعاوو په کولو سره هڅه کوي یو شمېر نور روغتونونه له دې پروسې وباسي.

ډاکتر وهاج د ملکي هوایي چلند د ادارې لخوا د مکتوب صادرول د دغې ادارې له صلاحیته لوړ وبلل او زیاته یې کړه چې له عامې روغتیا وزارت پرته هېڅ اداره د روغتونونو په چارو کې د لاس وهنې حق نه لري.

ثناء روغتون

د ثنا روغتون سترې اجرایوي سلاکارې نیلاب سادات پژواک ته وویل، دوی غوره وسایل، د PCR ماشین او په اړونده برخه کې تجربه لرونکي ډاکتران لري.

هغې زیاته کړه، سربېره پر دې چې تر دې دمه په رسمي ډول دوی ته خبرداری نه دی ورکړل، بلکې له هغو کسانو سره چې د جعلي ازموینو ادعا کوي، هم اسناد نشته.

نوموړې دغه تورونه د هغوی د روغتون پر وړاندې دسیسه وبلله او وویل، ژمنه یې کړې چې تل به د خلکو خدمت کې وي او هېڅکله به د قانون او انسانیت خلاف کار نه ترسره کوي.

هغې څرګنده کړه: “زموږ په اړه هېڅ ثبوت نشته، که شتون لري، مهرباني دې وکړي موږ سره یې دې شریک کړي.”

رایل روغتون:

د رایل میډیکل کمپلکس روغتون اداري مدیر محمد کریم رسولي هم یاد تورونه رد کړل او وویل، که په دې اړه کوم اسناد موجود وي چې د یوه کس کرونا مثبت وي او هغه ته منفي نتیجه ورکړل شوې وي، هغوی نه یوازې PCR ، بلکې روغتون یې هم تړي.

نوموړي د ملکي هوایی چلند پر ادارې کلکه نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې د دغې ادارې رهبري د روغتونونو د تړلو حق نه لري.

بلاسم روغتون:

د بلاسم روغتون عملیاتي مدیر نثار احمد لشکري د هوایي شرکتونو د ټولنې ادعاوې د هغوی د روغتون پر وړاندې دسیسه بولي او وایي چې داسې کوم سند نشته چې دوی دې جعلي پایله صادره کړې وي.

هغه د دې په څرګندولو چې د دغه روغتون د فعالیت شاوخوا شل کاله کېږي زیاته کړه، یو روغتون هېڅکله نه غواړي د یوڅو پیسو لپاره، خپل فعالیت او هغه ښه نوم چې په څو کلونو کې یې  ترلاسه کړی دی، تر پوښتنې لاندې راولي.

خو پژواک خبري اژانس له ډېرو هڅو سره سره د «بیوتیک طبي لابراتور» د نظر په ترلاسه کولو بریالی نه شو.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.