مزارشريف ( پژواک، لړم۲، ۹۹: ) : ځایي چارواکي وایي، د بلخ ولايت په نهر شاهي ولسوالۍ کې طالبانو د يوه خصوصي شرکت ۷ تنه کارکوونکي له ځان سره وړي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د لړم په ۲مه، پژواک اژانس ته وويل، چې ياد ۷ کسان د ګلکسي سکای ساختماني شرکت موټرچلوونکي او کار کوونکي دي.
هغه زياته کړه، چې ياد شرکت د نهر شاهي ولسوالۍ د لنګر خانې عمومي سړک قرار داد خپل کړی و او کار کوونکي يې هغه مهال طالبانو تښتولي، چې دغې سيمې ته پر لاره وو.
د بلخ امنيه قوماندانۍ وياند زياته کړه، چې د دغه خصوصي شرکت کار کوونکي ځکه تښتول شوي، چې طالبانو ته يې لس سلنه ماليه نه وه ورکړې.
نوموړی زياتوي، چې ښايي تښتول شوي کسان د نهرشاهي ولسوالۍ کمپيرک سيمې ته چې د طالبانو په ولکه کې ده، تښتولي وي.
بل لور ته د بلخ د کليو او پراختيا رياست هم تاييد کړې، چې د يوه خصوصي شرکت ۷ تنه کار کوونکي طالبانو تښتولي دي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن