ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : طالبانو په بلخ کې د یوه خصوصي شرکت اوه کارکوونکي تښتولی

چارواکي : طالبانو په بلخ کې د یوه خصوصي شرکت اوه کارکوونکي تښتولی

author avatar
23 Oct 2020 - 20:56
چارواکي : طالبانو په بلخ کې د یوه خصوصي شرکت اوه کارکوونکي تښتولی
author avatar
23 Oct 2020 - 20:56

مزارشريف ( پژواک، لړم۲، ۹۹: ) : ځایي چارواکي وایي، د بلخ ولايت په نهر شاهي ولسوالۍ کې طالبانو د يوه خصوصي شرکت ۷ تنه کارکوونکي له ځان سره وړي دي. 

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د لړم په ۲مه، پژواک  اژانس ته وويل، چې ياد ۷ کسان د ګلکسي سکای ساختماني شرکت موټرچلوونکي او کار کوونکي دي. 

هغه زياته کړه، چې ياد شرکت د نهر شاهي ولسوالۍ د لنګر خانې عمومي سړک قرار داد خپل کړی و او کار کوونکي يې هغه مهال طالبانو تښتولي، چې دغې سيمې ته پر لاره وو. 

د بلخ امنيه قوماندانۍ وياند زياته کړه، چې د دغه خصوصي شرکت کار کوونکي ځکه تښتول شوي، چې طالبانو ته يې لس سلنه ماليه نه وه ورکړې. 

نوموړی زياتوي، چې ښايي تښتول شوي کسان د نهرشاهي ولسوالۍ کمپيرک سيمې ته چې د طالبانو په ولکه کې ده، تښتولي وي. 

بل لور ته د بلخ د کليو او پراختيا رياست هم تاييد کړې، چې د يوه خصوصي شرکت ۷ تنه کار کوونکي طالبانو تښتولي دي. 

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.