کابل (پژواک، ۳ لړم ۹۹): د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند په یوه چاودنه کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه نن مازدیګر شاوخوا څلورنیمې بجې د کابل ښار د ۱۳مې ناحیې اړوند د پل خشک سیمې د کوثر دانش مرکز د کوڅې منځ کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په یاده چاودنه کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۵۷ نور ټپیان دي.، خو وایي کیدای شي دا ارقام تغیر شي.
نوموړي د چاودنې د څرنګوالي په اړه معلومات ورنه کړل.
د یادونې ده، تر دې مهاله د دې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن