ژبه

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۳): د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګري وايي، د پاکستان له زندانونو نهه افغانان خوشي شوي دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي، د دې ادارې د جنرال‌کونسل په هڅو پرون (پنج‌شنبه) د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو ۹ افغان زندانیان خوشي او د چمن – سپين‌بولدک له لارې هېواد ته ولېږدول شول.

سرچينې زياته کړې چې د قانوني اسناد نه درلودو له امله دوه بنديان د کراچۍ په ملير او اووه نور د حیدراباد، خیرپور، سکر او لارکنه په زندنونو کې بندیان وو چې د حبس له پوره کېدو وروسته پرون خوشي شول.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت سرکونسل عبدالجبار تخاري په یوه ویډیويي غږ کې ویلي: «اوس ‌مهال دلته په زندانونو کې د افغان بندیانو شمېر له ۳۵ ډېر نه دی، د هغوی د خوشي کولو لپاره هم هڅې روانې څو ژر تر ژره ازاد او خپل وطن ته ستانه شي.»

د هغه په ​​خبره، په سند ایالت کې د افغانانو وضعيت عادي دى او هغه هېوادوال چې قانوني اسناد لري، له کومې ستونزې سره مخ نه دي.