ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار او خيبر پښتونخوا واليانو د وېزو او سوداګرو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې

د ننګرهار او خيبر پښتونخوا واليانو د وېزو او سوداګرو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې

author avatar
25 Oct 2020 - 11:54
د ننګرهار او خيبر پښتونخوا واليانو د وېزو او سوداګرو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې
author avatar
25 Oct 2020 - 11:54

جلال اباد(پژواک، ۴ لړم ۹۹):د ننګرهاراو خيبر پښتونخوا واليانو تورخم کې د دوه اړخيزې ناستې پرمهال پاکستان ته د افغان مسافرو د تګ راتګ د وېزو او افغان سوداګرو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.

دوی دغه راز ټينګار کړی چې روغتيا او سوداګرۍ چارې به له سياست څخه لرې ساتي او هڅه به کېږي چې په دغو برخو کې ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ۴مه پژواک اژانس ته وويل چې والي ضياء الحق امرخېل پرون په تورخم ښارګوټي کې د خيبر پښتونخوا له والي شاه فرمان سره ليدنه کړې ده.

هغه زياته کړه، دواړو چارواکو د وېزو او سوداګریزو چارو کې د اسانتياوو د رامنځته کېدو او خالي او بار وړونکو موټرو ته په بېړه د تګ راتګ زمینې برابرېدوپه اړه خبرې وکړې .

د ننګرهار والي همدا راز د خیبر پښتونخوا له والي څخه وغوښتل چې د سولې پروسې په برخه کې لا زیات ملاتړ وکړي چې د نوموړي له لوري په ټولو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د ننګرهار والي د خيبر پښتونخوا له مسوولينو سره په خبرو کې چې د پوليو د نړيوالې     ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د روغتیا او سوداګرۍ برخې په غیرې سیاسي کېدو ټینګار وکړ.

په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار والي وویل، افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ناورغۍ شتون لري او په وینا یې په افغانستان کې ۵۳ پېښې سږ کال ثبت شوي چې درې یې په ختیځو ولایتونو کې دي او د پولیو په مخنیوي کې يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

هغه زیاته کړه، روغتيا د انسان ژغورنې او سوداګري د انسانانو لپاره د نفقې ګټلو وسیله ده او باید هیڅ ډول دغه برخه سیاسي نه کړي، ترڅو په روغ صحت په ښه روزګار کورنۍ ته د نفقې ګټلو وسیله شو.

د خیبرپښتونخوا والي شاه فرمان د ننګرهار له والي څخه مننه وکړه چې د پولیو ویروس د مخنیوي په برخه کې يې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ، همدا راز یې ډاډ وښود چې د سولې او نورو برخو د ښه والي په موخه به همغږي او ښې اړیکې وپالي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.