ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​امريکا په افغانستان کې د القاعدې د مهم غړي وژل کېدل تاييد کړل

​امريکا په افغانستان کې د القاعدې د مهم غړي وژل کېدل تاييد کړل

author avatar
26 Oct 2020 - 14:39
​امريکا په افغانستان کې د القاعدې د مهم غړي وژل کېدل تاييد کړل
author avatar
26 Oct 2020 - 14:39

کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٩): امريکا په افغانستان کې د افغان ځواکونو له خوا د القاعدې د مهم غړي ابو محسن المصري وژنه تاييد کړې ده.

د افغانستان د ملي امنيت لوى رياست پرون خبر ورکړى و چې د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې يې د القاعدې مهم غړى ابو محسن المصري چې اصلي نوم يې حسام عبدالروف و، وژلى دى.

سرچينې زياته کړې چې هغه د هند نيمه وچې لپاره د القاعدې مرستيال او د افغانستان په ګډون یې په ګڼو عربي هېوادونو کې د القاعدې شبکې لپاره فعاليتونه کول.

د امريکا له ترهګرۍ سره د مبارزې ملي مرکز مشر کريس مېلر په يوه اعلاميه کې منلې ده چې المصري په افغانستان کې وژل شوى دى.

هغه د نوموړي وژل کېدل د القاعدې لپاره ستر زيان ګڼلى او ادعا يې کړې چې دغه ډله د امريکا تر سختو ګواښونو لاندې ده.

د  افغانستان د ملي امنيت ادارې ويلي چې المصري له حقاني ډلې او طالبانو سره هم نږدې اړيکې درلودې او له هغوى سره يې بېلابېل ډول مرستې کولې.

ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د المصري وژل د افغان ځواکونو لويه لاسته راوړنه بللې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.