خوست ښار (پژواک، ٦ لړم ٩٩): د خوست په مرکز کې د پوليسو پر ځانګړي مرکز د موټربم بريد له امله درې کسان وژل شوي او ٢٧ نور ټپيان دي.
خوست کې يوې امنيتي سرچينې د لړم په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې په خوست ښار کې د پوليسو پر ځانګړي مرکز د موټربم بريد وشو او وروسته جګړه پيل شوه.
دغه راز د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين هم دغه پېښه تاييدوي او وايي چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي.
همدارنګه د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر حبيب شاه انصاري پژواک ته وويل چې له يادې پېښې درې مړي او ٢٧ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.
ده وويل چې په ټپيانو کې څلور ماشومان هم شته دي.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن