ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لویه څارنوالي: سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي درې زره قضیو ته رسېدنه شوې

لویه څارنوالي: سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي درې زره قضیو ته رسېدنه شوې

author avatar
27 Oct 2020 - 09:26
لویه څارنوالي: سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي درې زره قضیو ته رسېدنه شوې
author avatar
27 Oct 2020 - 09:26

کابل (پژواک، ۶ لړم ۹۹): لویه څارنوالي وايي چې په فاریاب کې پر کم عمره نجلۍ د جنسي تېري د قضیې فاعل په ۲۰ کاله بند محکوم شوی او سږ کال یې تر اوسه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي درې زره قضیو ته رسېدنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د زمري په ۱۹ مه د فاریاب سیمه ییزو چارواکو ویلي و چې د ملي اردو یوه سرتېري د دغه ولایت د بلڅراغ ولسوالۍ په مرکز کې پر یوه اووه کلنه نجلۍ جنسي تېری کړی دی.

له ښځو سره د تاوتریخوالي، د ماشومانو له حقونو د سرغړونو او بشر حقوقونو په چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیالې سینا شنا منصور نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، ۲۸۷ کسان چې له ښځو سره پر تاوتریخوالي تورن او د لویې څارنوالۍ له خوا یې څېړنې بشپړې شوې وې د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا مجازات شوي.

هغه زیاته کړه، له ښځو سره د سخت تاوتریخوالي د قضیو له ډلې ۱۷۳ پر ښځو د جنسي تېري موارد دي چې د لویې څارنوالۍ له خوا ورته رسېدنه شوې ده.

د نوموړې د معلوماتو له مخې، لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۹ مالي کال له پیله تر اوسه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي درې زره هغو قضیو ته رسېدنه کړې چې په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې څارنوالیو کې ثبت شوې وې.

هغې دغه راز وویل، د فاریاب ولایت په بلڅراغ ولسوالۍ کې پر یوې کم عمره نجلۍ د جنسي تېري فاعل چې د ملي اردو سرتېری دی او لویې څارنوالۍ یې په اړه څېړنې بشپړې کړې وې د محکمو له خوا په ۲۰ کاله تنفذي بند محکوم کړ او اوس په زندان کې دی.

منصور وویل، په جوزجان کې پر یوې ښځې د تېري او وژنې د قضیې فاعل پر ۳۰ کاله تنفیذي بند محکوم شوی او په کندهار کې پر یوه کوچني ماشوم د جنسي تېري د قضیې فاعلان چې له امله یې ماشوم ساه ورکړه هم د لویې څارنوالۍ له خوا محکمه شوي دي.

هغه روښانه کړه چې په بلخ ولایت کې پر عفت د تېري د قضیې د فاعل دوسیه د عدالت غوښتنې په مرحله کې ده او سترې محکمې ته لېږل شوې ده.

هغې زیاته کړه، په کاپیسا ولایت کې پر دوو ښځو د جنسي تېري د قضیې د اووه فاعلانو دوسیه اوس د ملي امنیت په څارنوالی کې ده او د نورو عاملانو په اړه یې پلټنې روانې دي.

د لویې څارنوالۍ د شمېرو له مخې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په ځانګړې توګه پر ښځو د جنیسي تېري د قضیو ډېر عاملان په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې دي.

دغه راز په یاد خبري کنفرانس کې د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وویل، د خلکو له ازادۍ او حقونو څخه دفاع او ملاتړ د لویې څارنوالۍ مسوولیت دی او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته رسېدنه د دوی کاري لومړیتوب دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.