ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکي: طالبانو دې نور د اسلام په نوم جګړه نه کوي

د پکتيا اوسېدونکي: طالبانو دې نور د اسلام په نوم جګړه نه کوي

author avatar
29 Oct 2020 - 10:14
د پکتيا اوسېدونکي: طالبانو دې نور د اسلام په نوم جګړه نه کوي
author avatar
29 Oct 2020 - 10:14

ګردېز (پژواک، ۸ لړم ۹۹): د پکتيا ولايت اوسېدونکي د وسله والو طالبانو لخوا د جګړې شدت نه بښل کېدونکی عمل بولي او وايي چې د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نه ده پاتې او ياده ډله دې د اسلام په بهانه جګړې نه کوي.

دوی دا خبرې په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د درې ولسواليو د قومي مشرانو او ځوانانو لخوا د جمهوريت په ملاتړ د يوې ولسي غونډې په ترڅ کې وکړې.

قومي مشر خانو خان وويل چې په روانه جګړه کې ټول زیان افغانانو او د جګړې هر ډول ګټه پرديو ته رسیږي.

خان وايي: ((زموږ د زړه او خولې همدا خبره ده چې وروره نور بايد جګړه ختمه شي، د څه لپاره جنګ روان دی؟ خارجي خو روغ او مصون دی، تا خو په ما پسې چاړه رااخيستې. زه له تا ښه مسلمان یم.))

د وزې ځدراڼ ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي کريم پژواک ته وويل چې د وسله والو طالبانو لخوا جګړې ته پلمې تراشل بې بنسټه دي او په کار ده چې ياده ډله نور له ويجاړيو لاس واخلي.

کريم وايي: ((حقاني صيب زما کلیوال او عزيز دی، همداسې ډېر نور پېژنم چې اوس د طالبانو په ليکو کې دي، خو اوس زه دا ورته وايم چې وروره اوس وخت او حالات بدل شوي، افغانان او ټوله دنيا پر دې پوه ده چې دا استخباراتي جګړه ده او د اسلام او مذهب خبره په کې نشته.))

د ګردې څېړۍ، شواک او وزې ځدراڼ ولسواليو د ديني عالمانو په استازيتوب مولوي دينه ګل وويل چې جګړه د ټولو ستونزو مور ده او بايد د روانو ستونزو د حل لپاره سياسي حل لار ولټول شي.

هغه وويل:((سوله د الله تعالی حکم دی، په سوله او کراري کې چې کوم کار کېدای شي او څومره اصلاح راتلای شي، په جګړه کې نه شي راتلای، که نه زموږ ملک به تر ټولو ډېر ښه او اصلاح و.))

د ځوانانو له ډلې عبدالمجيد ظريف وويل چې وسله وال طالبان دې د خپلو هغو ادعاوو ثابتولو لپاره چې ګواکې د ولس د ارامي لپاره مبارزه کوي، د خلکو له غوښتنې سره سم سوله وکړي.

ظريف وايي:((موږ مسلمانان يو، دا نظام اسلامي دی، د کفر د ټاپو وخت تللی. طالبان بايد د جګړې د دوام لپاره د اسلام په نوم د بهانو له تراشلو تېر شي؛ ځکه موږ تر ټولو اسلامي ملک يو او دلته اسلام ته هېڅ خطر نشته، فقط استخباراتي جګړې دي چې مقدس نوم ورکول کيږي او خلک اوس پر دې پوهيږي.))

ولایتي اداره وايي د هر هغه غږ حرمت او ملاتړ کوي، چې د سولې او ثبات لپاره لپاره ګټور وي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د اسلامي نظام حاکمولو په لاره کې لا د دوی موخې نه دي ترلاسه شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.