ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنځو کلونو په تېرېدو لا هم د پکتيا کرکټ لوبغالي چارې نه دي بشپړې شوې

د پنځو کلونو په تېرېدو لا هم د پکتيا کرکټ لوبغالي چارې نه دي بشپړې شوې

author avatar
31 Oct 2020 - 16:03
د پنځو کلونو په تېرېدو لا هم د پکتيا کرکټ لوبغالي چارې نه دي بشپړې شوې
author avatar
31 Oct 2020 - 16:03

ګردېز (پژواک، ۱۰ لړم ۹۹): ټاکل شوې وه چې د پکتيا د کرکټ لوبغالي د جوړېدو چارې په ٢٠١٦ کال بشپړې شي، خو د نامعلومو دلايلو له مخې يې چارې تر اوسه نه دي ترسره شوې.

د دغه ولايت د کرکټ لوبغاړي او روزونکي په ګردېز کې د جوړېدونکي لوبغالي د چارو له خراب کيفيته شکايت کوي او وايي، سره له دې چې د کرکټ بورډ د څلورو ريیسانو له خوا په معياري ډول د دغه لوبغالي د جوړېدو ژمنه شوې وه، خو تر اوسه يې لا ځينې چارې هېڅ پيل شوې نه دي.

د کرکټ بورډ پخواني عمومي مشر نسيم الله دانش وروسته عاطف مشعل، عزيزالله فضلي او اوسمهال فرهان يوسفزي هم د دغه کرکټ لوبغالي د چارو بشپړولو ژمنې کړې خو تر اوسه يې چارې نه دي تکميل شوې.

په پکتيا کې د کرکټ لوبغاړی شاهد خان وايي چې ياد لوبغالی تر اوسه د نندارچيانو د کېناستو ځای، د اوبو سيستم او د لوبغاړو د ناستې او جامو بدلولو ځاى په برخو کې ګڼې ستونزې لري.

خان وويل: ((د ګراونډ په کارونو کې بېخي ډېر فساد شوی، که فساد نه وای په کې شوی، موږ به اوس ښه ګراونډ درلود.))

د کرکټ يو بل لوبغاړی صفي الله د کرکټ لوبغالي ترسره شوې چارې خورا ناوړه يادوي او وايي چې له دې ډلې يې ځينې چارې زياتې نيمګړتياوې لري او بايد بېرته له سره ورغول شي.

نوموړي وويل: ((دا ګرونډ هېڅ ګرونډ نه دی، دا کرل شوی چمن غير معياري دی. دا د کرکټ چمن نه دی، بلکې صحرايي چمن دی.))

د لوبغاړو يو روزونکی وکيل منګل وايي چې پکتيا ولايت په ولایتي، ملي او نړيواله کچه ګڼ لوبغاړي لري او سره له دې چې شپږ ځلې په کورنيو لوبو کې اتل پاتې شوی، خو برعکس په دغه ولايت کې د کرکټ ودې او پرمختګ ته پاملرنه نه ده شوې.

منګل زياته کړه: ((دوه مياشتې مخکې د کرکټ بورډ له صفحې پوسټ شوی و چې د پکتيا د لوبغالي او اکاډمي کارونه سر ته رسېدلي، خو تاسو دلته وګورئ چې کوم شی جوړ شوی؟ هر څه نيمايي کې پاتې دي.))

يو شمېر نورو لوبغاړو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوند چارواکو يې د ياد لوبغالي د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د يادو څرګندونو په ځواب کې په پکتيا کې د کرکټ بورډ د زون دفتر مسوول خوشحال نيازی پژواک ته وويل چې د دوی او لوبغاړو له خوا څو ځله د لوبغالي د پاتې چارو او سرپټي اکاډمي د جوړولو غوښتنه شوې خو تر اوسه يې په اړه عملي کام نه دى پورته شوى.

ده وويل چې د ياد لوبغالي اړوند ټولې ستونزې به يو ځل بيا په کابل کې د کرکټ بورد له چارواکو سره شريک کړي څو د حل لپاره يې اقدام وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.