ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرغني: د کابل پوهنتون برید غچ به څو چنده واخیستل شی

ولسمشرغني: د کابل پوهنتون برید غچ به څو چنده واخیستل شی

author avatar
2 Nov 2020 - 21:49
ولسمشرغني: د کابل پوهنتون برید غچ به څو چنده واخیستل شی
author avatar
2 Nov 2020 - 21:49

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۹۹): ولسمشر اشرف غني د کابل پر پوهنتون د برید دغندلو ترڅنګ ویلي چې څو برابره غچ به یې اخلي.

دریو تنو وسله والو کسانو نن سهار پر کابل پوهنتون ډله ییز برید کړی و، چې د کورنیو چارو وزارت  د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې لږ تر لږ ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۲ تنه ژوبل دي.

د کابل پولیس وايي‌ چې په برید کې درې بریدګر دخیل وو چې ووژل شول. حکومت سبا سه شنبه د وژل شویو کسانو ته د درناوي په خاطر په ټول هېواد کې ملي‌ ماتم اعلان کړ.

ولسمشر اشرف غني له دغه برید څو ساعته وروسته په یو ویډیويي پيغام کې وویل: «یو ځل بیا وایم زموږ په وطنوالو، جوماتونو، تکیه خانو، علمي، فرهنګي او اکادمیک مرکزونو او عام المنفعه تاسیساتو باندې بریدونه پر انسان برید او بشري جنایت دی.»

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې ټېنګار وکړ چې د دغه برید غچ به واخلي.

هغه زیاته کړه : «د افغانستان وحشي دښمن ته وایم چې بې غچه نه پاتې کیږئ، زموږ د دغو معصومو شهېدانو او اولادونو د سپېڅلیو وینو غچ به خامخا او په څو چنده درنه واخیستل شي. زموږ مېړني ځواکونه مو هر ځای لټوي او له منځه وړي.»

ولسمشر غني « طالبانو او نورو ټولو تروریستي ډلو» ته په خطاب کې وویل چې د هغوی دا ډول بریدونه نشي کولی چې د «افغانانو لوړې ارادې» کمزورې کړي.

وسله والو طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.