ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ښرنه کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

په ښرنه کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
6 Nov 2020 - 14:09
په ښرنه کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
6 Nov 2020 - 14:09

ښرنه(پژواک، ۱۶ لړم ٩٩): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې په يوه وسله وال بريد کې د ملي اردو يو سرتېری او يو ملکي‌ وګړی وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دې.

د پکتيکا ولايت د امنيه قوماندانۍ مرستيال‌ وياند لعل اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ماښام د ولايت مقام له امنيتي قرول سره نږدې‌ پر قراردادي نانوايي وسله والو طالبانو یريد کړی.

هغه وويل چې په دې بريد کې د ملی اردو يو سرتېری وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په دې بريد کې د نانوايي يو کارکونکی وژل شوى او يو بل ټپي شوى چې پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دې.  

د پکتيکا ولايت دوه اوسېدونکي عظمت او قمر وايي چې ياد بريد د حکومت بې غوري او کمزوري ښيي چې ‌بريد کوونکي د پېښي له ځايه چې شاوخوا يې امنيتي کمربند ونه پراته دي، تښتېدلي او خلکو ته يې اندېښنې پيدا کړې دي.   

د يادونې ده چې دوه ورځې مخکې هم په ښرنې ښار کې د سيمه ييزو پوليسو له لوري يو ځوان پر ډزو وژل شوى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.