کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۹۹): د طلوع تلوېزیون پخوانی کارکوونکی او دوه نور کسان چې نن سهار په کابل ښار کې په یوه چاودنه کې ووژل شول، د افغانستان بانک کارکوونکي وو.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې او ۴۵ دقیقې د کابل ښار د نهمې ناحیې په څلورم مکروریانو کې پر یوه یوه کرولا موټر د چسپکي ماین چاودنه وشوه چې له امله یې درې کسان ووژل شول.
د ولسي جرګې مخکني غړي او د یما سیاوش ورور بکتاش سیاوش طلوع نیوز ته ویلي چې په دې چاودنه کې یې ورور یما سیاوش وژل شوی دی.
د افغانستان بانک په اعلامیه کې راغلي چې په نښه شوي موټر کې د دغه بانک کارکوونکي وژل شوي دي.
سرچینې لیکلي: «په شهیدانو کې د افغانستان بانک ریاست د دفتر عمومي امریت د عامه اړیکو سلاکار یما سیاوش، د افغانستان بانک ریاست د دفتر عمومي امریت پرتوکولي او اجرائیوي مرستیال احمدالله انس او د هغوی موټر چلوونکی امین الله رضایي شامل دي.»
د افغانستان بانک په یاده پېښه کې د وژل شوو کسانو کورنیو، خپلوانو او همکارانو سره د خپلې غم شریکۍ ترڅنګ دغه برید بزدلانه بللی او غندلی یې دی او د دغه بانک پر کارکوونکو برید یې د وطن د دښمنانو کار بللی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن