ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په امريکا کې د کرونا ناروغانو شمېر ١٠ ميليونه کسانو ته ورسېد

په امريکا کې د کرونا ناروغانو شمېر ١٠ ميليونه کسانو ته ورسېد

author avatar
7 Nov 2020 - 16:51
په امريکا کې د کرونا ناروغانو شمېر ١٠ ميليونه کسانو ته ورسېد
author avatar
7 Nov 2020 - 16:51

کابل (پژواک، ١٧ لړم ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د ناروغانو شمېر څه باندې ۴۹ ميليونو کسانو ته رسېدلی چې يواځې ١٠ ميليونه په امريکا کې دي.

بلخوا په امريکا کې په يوه ورځ د کرونا څه د پاسه ١١٠زره ناروغان ثبت شوي چې د دې ناروغۍ له پيله راهيسې په يوه ورځ تر ټولو لوړ شمېر دی.

د کرونا ويروس چې شاوخوا يوولس مياشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، خو اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن مازديګر پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر څه باندې ٤٩ میلیونه کسانو ته رسېدلى دى.

دغې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ٣٥ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي او يو ميليون، ٢٥٠زره کسان مړه شوي دي.

له امريکا وروسته په هندوستان کې څه باندې اته ميليونه او په برازيل کې پنځه نيم ميليونه کسان پر کرونا اخته شوي دي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې ٢٤٢زره،  هندوستان ١٢٥ او په برازيل کې ١٦٥زره کسان له کرونا مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه ٤٢زره زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٥٥٨کسان مړه او شاوخوا ٣٥زره کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.