ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات ښار کې یو څارنوال وژل شوی

په هرات ښار کې یو څارنوال وژل شوی

author avatar
8 Nov 2020 - 14:52
په هرات ښار کې یو څارنوال وژل شوی
author avatar
8 Nov 2020 - 14:52

هرات ښار (پژواک، ۱۸ لړم ۹۹): د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو په هرات ښار کې یو څارنوال وژلی دی.

د هرات د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست عتیق الله وثیق پژواک ته وویل چې نن سهار شاوخوا اته بجې یو څارنوال عبدالسمېع رحمتي له کوره دفتر ته د تلو پر مهال د دوولسمې ناحیې په (بابا حاجي) سیمه کې د دوو موټرسایکل سپرو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د هغه په وینا، د دې پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي او د نیولو لپاره یې د پولیسو پلټنې پیل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د یادې پېښې انګېزه تر اوسه نه ده معلومه.

دغه څارنوال په داسې مهال وژل شوی چې په دې وروستیو کې په هرات ښار کې وژنې او وسله والې غلاوې ډېرې شوې دي.

په ورته مهال، د وژل شوي څارنوال خپلوانو نوموړی په نیکۍ یاد کړ او ویې ویل چې عبدالسمېع رحمتي تل د بې عدالتۍ پر وړاندې مبارزه کوله.

د هرات اوسېدونکي د وژنو او وسله والو غلاوو د زیاتوالي په اړه اندېښمن دي او امنیتې بنسټونه د امنیت په ټینګښت او د ترور او غلاوو د عاملینو په نیولو کې پر لټۍ تورنوي.

د هرات یوه اوسېدونکي حبیب الله یارزاده پژواک ته وویل: "له بده مرغه امنیتي وضعیت دومره خراب شوی چې هره شپه یو یا دوه کسان ترور او یا د غلو له خوا وژل کېږي او حکومت هم هېڅ هڅه نه کوي."

دا په داسې حل کې ده چې دوه ورځې وړاندې د ولایت مقام ته څېرمه غلو یو تن وواژه او یو بل یې ټپي کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.