ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو هيله څرګنده کړې چې جوبايډن د دوحې په تړون ودريږي

طالبانو هيله څرګنده کړې چې جوبايډن د دوحې په تړون ودريږي

author avatar
9 Nov 2020 - 15:55
طالبانو هيله څرګنده کړې چې جوبايډن د دوحې په تړون ودريږي
author avatar
9 Nov 2020 - 15:55

کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٩) : وسله والو طالبانو د امريکا له نوي منتخب ولسمشر جو بايډن څخه غوښتي چې په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسولو لپاره د دوحې تړون باندې عمل وکړي.

جو بايډن د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړه او ټاکل شوې ده، چې د ٢٠٢١ زيږديز کال د جنورۍ په ٢٠مه، د لوړې مراسم ترسره کړي.

د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال امريکا له طالبانو سره د دوحې تړون لاسليک کړى و.

وسله والو طالبانو په کومه رسمي اعلاميه کې د امريکا د نوي ولسمشر په اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى، خو په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکتر محد نعيم امريکا غږ ته ويلي، چې د دوحې تړون د افغانستان او قطر دواړو په ګټه دى.

هغه زياته کړې چې ددې تړون پر ټولو مواردو بايد عمل وشي، چې دواړو لوريو پرې موافقه کړې وه.

د يادونې ده، چې د ١٣٩٨ لمريز کال د کب په ١٠مه، په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسليک شوى و، چې له مخې يې امريکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه اوباسي.

ډاکتر نعيم هيله څرګنده کړې چې د امريکا نوى حکومت هم د دوحې تړون ته په درناوي پر پرېکړو يې عمل وکړي او دې لړۍ ته ادامه ورکړي.

ولسمشر اشرف غني د امريکا نوي ولسمشر ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ هيله څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو ستراتېژۍ ته ادامه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.