ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د داعش او طالب وسله والو ډلو لس غړي نيول شوي

په ننګرهار کې د داعش او طالب وسله والو ډلو لس غړي نيول شوي

author avatar
9 Nov 2020 - 10:53
په ننګرهار کې د داعش او طالب وسله والو ډلو لس غړي نيول شوي
author avatar
9 Nov 2020 - 10:53

جلال اباد (پژواک، ۱۹ لړم ۹۹): په ننګرهار کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د عملياتو پرمهال د داعش او طالب وسله والو ډلو لس غړي نيولي دي.

چارواکي وايي، دا وسله وال په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ننګرهار غني خېلو، بهسودو، سره رود او مومندرې ولسواليو کې نيول شوي دي.

په ننګرهار کې د ۰۲ په نوم د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له قوماندانۍ څخه پژواک ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو ۰۲ قطعې د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په پایله کې یې د داعش ډلې دوه مهم غړي نیول شوي او پنځه کسان نور له یادې ډلې سره د اړیکو په تور نيول شوي چې د عملیاتو په جریان کې سلاح او مهمات هم ترې لاسه شوي چې په سیمه کې د ځانګړو ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي. 

دغه راز د دې ځواکونو په خبرپاڼه کې راغلي، د بهسودو ولسوالۍ اړوند فارم هډې سیمه کې يې ځانګړي عملیات  ترسره کړي، چې په پایله کې یې د داعش ډلې مهم غړی نیول شوی دی.

په همدې حال کې د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، د ملي امنيت ځواکونو د سره رود او مومندرې ولسوالیو په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو دوه غړي، چې په تخريبي او نورو ورانکارو کړنو کې يې لاس درلود، ژوندي ونيول.

داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.