کابل (پژواک، ٢٦ لړم ۹۹): ولسمشر غني د امنیتي میثاق د ښه پلي کېدو په موخه په کابل کې د اداري فساد د مخنيوي مسووليت هم امرالله صالح ته وسپاره.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح چې د تلې له ۲۶نېټې راهیسې یې د کابل د امنیت مدیریت پر غاړه اخیستی، د دغه مسوولیت له اخیستلو وروسته هره ورځ خپلې پرېکړې او په دغه برخه کې لاسته رواړنې پر خپله فېسبوک پاڼه خپروي.
د ولسمشرلومړي مرستیال امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د افغانستان ولسمشر لارښوونه کړې چې د شپږنیمو بجو ټېم دې د امنیتي میثاق د ښه تطبیق لپاره، په کابل ښار کې د اداري فساد مخنیوي مسووليت هم پر خپله اجنډا او کار کې شامل کړي.
هغه زیاته کړې: «په یاده برخه کې د اغېزمن کار لپاره به په نږدې راتلونکي کې د اطلاعاتو راټولو منظم پروګرام، د اطلاعاتو په اساس اقدم او په دې برخه کې به د اړوندو دخيلوبنسټونو همغږي تر لاس لاندې ونيسو.))
نوموړي ویلي چې له دې وروسته به د اداري فساد د کنټرول په اړه هم د امنیتي ناستو په څېر له خلکو سره معلومات شریکېږي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا پنځه ورځې وړاندې ولسمشر غني وویل چې ژر به د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون جوړ کړي.
د یادونې ده چې له دې وړاندې هم له اداري فساد سره د مبارزې عالي کمېسیون او د بیا پلټنو اداره د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره جوړي شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن