ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسدالله خالد: ډاډه نه یم چې د سولې خبرې به پايله ولري

اسدالله خالد: ډاډه نه یم چې د سولې خبرې به پايله ولري

author avatar
17 Nov 2020 - 17:56
اسدالله خالد: ډاډه نه یم چې د سولې خبرې به پايله ولري
author avatar
17 Nov 2020 - 17:56

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۹۹): د ملي دفاع وزارت سرپرست په هېواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې د طالبانو د ارادې پر نه موجودیت نیوکه کوي او وايي، که تېر کال د سولې خبرې پیل شوې نه وای اوس به امنیتي سرتېرو ډېرې لاسته راوړنې درلودې.

ولسي جرګه د روانې اوونۍ د پنجشنبه په ورځ لسو هغو نوماند وزیرانو ته د رایې صندوقونه ږدي چې درېیو کسانو یې تېره ورځ، درېیو نن او څلور به سبا له ولسي جرګې سره خپل پلانونه شریک کړي.

د بهرنیو چارو، مالیې او کورنیو چارو نوماند وزیرانو تېره ورځ له ولسي جرګې سره خپل پلانونه شریک کړل.

د ملي دفاع وزارت سرپرست او نوماند اسدالله خالد چې نن یې ولسي جرګې ته خپل پرواګونه وړاندې کول وویل، ډاډه نه دی چې په قطر کې د سولې روانې خبرې به مثبته پایله ولري، ځکه طالبان په افغانستان کې د سولې د ټینګښت اراده نه لري.

هغه دې ته په اشاره چې وسله وال مخالفینو د قطر له ناستې د چل او دوکې په توګه استفاده کړې زیاته کړه، طالبانو تر اوسه د تاوتریخوالي د کمښت او سولې د تامین لپاره هېڅ تصمیم نه دی نیولی.

نوموړي زیاته کړه: ((هېڅکه د سولې مخالف نه وو، خو د دښمن او د دوی د سیمه ییزو او نړیوالو ملاتړو هېڅ اراده نه وینو او اوس هم د پاکستان په کویټه، میرانشا، کراچۍ، راولپنډۍ او لاهور کې د طالبانو د ملاتړ او ښوونیز مرکزونه فعال دي او ددغې ډلې د ټپیانو درملنه په کې ترسره کېږي.))

خالد له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د وتلو په برخه کې د افغانانو اندېښنې ته په اشاره وویل، ښايي د بهرنیو سرتېرو شمېر کم یا ډېر شي خو د دوی د بشپړ وتلو نښې نه معلومېږي.

نوموړي دې ته په اشاره چې ۹۶ سلنه عملیات د افغان سرتېرو له خوا ترسره کېږي او یوازې څلور سلنه عملیاتو کې بهرنیان رول لري چې تر ډېره هوايي بریدونه په کې شامل دي وویل، ان د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته افغان امنیتي سرتېري کولای شي له هېواده دفاع وکړي.

هغه روښانه کړه: ((تشویش نه لرو او خپلواکې دفاع ته تیار یو او افغان نظامي ځواکونه به د خپلې لوېشت لوېشت خاورې دفاع کوي.))

د ملي دفاع وزارت سرپرست وویل، تر راتلونکي یوه کاله به د قول اردو په چوکاټ کې د ((رنجر)) په نوم ځانګړي قطعات جوړ شي او دغه قطعات به د ملي اردو د اوسنیو سرتېرو په پرتله مجهز او ډېر ظرفیت لرونکي وي، او له هغه وروسته اړتیا نشته چې کومانډویان قول اردو ته لاړ شي.

 

هغه د خپلو خبرو په دوام د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د بیا نيولو خبر ورکړ او ويې ویل، عملیات په شدت روان دي، امنیتي سرتېري د پرمختګ په حال کې دي او ډېرې سیمې به له طالبانو پاکې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.