کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۹۹): د ملي دفاع وزارت سرپرست په هېواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې د طالبانو د ارادې پر نه موجودیت نیوکه کوي او وايي، که تېر کال د سولې خبرې پیل شوې نه وای اوس به امنیتي سرتېرو ډېرې لاسته راوړنې درلودې.
ولسي جرګه د روانې اوونۍ د پنجشنبه په ورځ لسو هغو نوماند وزیرانو ته د رایې صندوقونه ږدي چې درېیو کسانو یې تېره ورځ، درېیو نن او څلور به سبا له ولسي جرګې سره خپل پلانونه شریک کړي.
د بهرنیو چارو، مالیې او کورنیو چارو نوماند وزیرانو تېره ورځ له ولسي جرګې سره خپل پلانونه شریک کړل.
د ملي دفاع وزارت سرپرست او نوماند اسدالله خالد چې نن یې ولسي جرګې ته خپل پرواګونه وړاندې کول وویل، ډاډه نه دی چې په قطر کې د سولې روانې خبرې به مثبته پایله ولري، ځکه طالبان په افغانستان کې د سولې د ټینګښت اراده نه لري.
هغه دې ته په اشاره چې وسله وال مخالفینو د قطر له ناستې د چل او دوکې په توګه استفاده کړې زیاته کړه، طالبانو تر اوسه د تاوتریخوالي د کمښت او سولې د تامین لپاره هېڅ تصمیم نه دی نیولی.
نوموړي زیاته کړه: ((هېڅکه د سولې مخالف نه وو، خو د دښمن او د دوی د سیمه ییزو او نړیوالو ملاتړو هېڅ اراده نه وینو او اوس هم د پاکستان په کویټه، میرانشا، کراچۍ، راولپنډۍ او لاهور کې د طالبانو د ملاتړ او ښوونیز مرکزونه فعال دي او ددغې ډلې د ټپیانو درملنه په کې ترسره کېږي.))
خالد له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د وتلو په برخه کې د افغانانو اندېښنې ته په اشاره وویل، ښايي د بهرنیو سرتېرو شمېر کم یا ډېر شي خو د دوی د بشپړ وتلو نښې نه معلومېږي.
نوموړي دې ته په اشاره چې ۹۶ سلنه عملیات د افغان سرتېرو له خوا ترسره کېږي او یوازې څلور سلنه عملیاتو کې بهرنیان رول لري چې تر ډېره هوايي بریدونه په کې شامل دي وویل، ان د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته افغان امنیتي سرتېري کولای شي له هېواده دفاع وکړي.
هغه روښانه کړه: ((تشویش نه لرو او خپلواکې دفاع ته تیار یو او افغان نظامي ځواکونه به د خپلې لوېشت لوېشت خاورې دفاع کوي.))
د ملي دفاع وزارت سرپرست وویل، تر راتلونکي یوه کاله به د قول اردو په چوکاټ کې د ((رنجر)) په نوم ځانګړي قطعات جوړ شي او دغه قطعات به د ملي اردو د اوسنیو سرتېرو په پرتله مجهز او ډېر ظرفیت لرونکي وي، او له هغه وروسته اړتیا نشته چې کومانډویان قول اردو ته لاړ شي.
هغه د خپلو خبرو په دوام د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د بیا نيولو خبر ورکړ او ويې ویل، عملیات په شدت روان دي، امنیتي سرتېري د پرمختګ په حال کې دي او ډېرې سیمې به له طالبانو پاکې کړي.
د نوموړي په خبره، اوس ددغه وزارت د کشف برخه له ډرون دستګاوو په استفاده ۶۰ سلنه خاوره په کنټرول کې لري او پلان دی چې په راتلونکي کال کې به پاتې ۴۰ سلنه خاوره هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.
د ملي دفاع وزارت نوماند وویل، تېر کال یې د هڅو په ترڅ کې نهه ولسوالۍ له طالبانو ونیولې او ۷۰۰ امنیتي او ملکي کسان د یادې ډلې له منګولو خلاص شوي دي.
هغه زیاته کړه چې ددغه وزارت بل پروګرام به پر لویو لارو او د طالبان پر عایداتي سرچینو چې کانونه دي متمرکز وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










