ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب د قرمقول ولسوالۍ د امنیې قوماندان په ګډون اته امنیتي منسوبین وژل شوي

د فاریاب د قرمقول ولسوالۍ د امنیې قوماندان په ګډون اته امنیتي منسوبین وژل شوي

author avatar
18 Nov 2020 - 10:41
د فاریاب د قرمقول ولسوالۍ د امنیې قوماندان په ګډون اته امنیتي منسوبین وژل شوي
author avatar
18 Nov 2020 - 10:41

ميمنه (پژواک، ٢٨ لړم ٩٩): په فاریاب کې امنیتي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې د قرمقول ولسوالۍ د امنیې قوماندان په ګډون ۸ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکريم يورش پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د قرمقول ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی چې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه کې د یادې ولسوالۍ د امنیې قوماندان صفر رییس بیدار له خپلو څلورو کسانو سره وژل شوی دی.

هغه وویل چې په دې جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

صفر رییس بیدار د مارشال عبدالرشید دوستم یو له جنګي او وفادارو کسانو و چې په درېیو کلونو کې دوه ځلې ټپي شوی و.

د اندخوی د ولسوال سلطان محمد سنجر په وینا، تېره شپه د صفر رییس له وژل کېدو وروسته مارشال عبدالرشید دوستم له جوزجانه اندخوی ته ورغلی دی.

یوه بله کره امنیتي سرچینه د نوم نه اخیستو په شرط وایي چې په دې جګړه کې د یادو څلورو کسانو پر وژل کېدو سربېره د ملي اردوی یو سرتېری هم وژل شوی او اته امنیتي منسوبین ټپیان شوي دي.

دغه راز هغه وویل چې د دغه ولایت په خواجه سبزپوش او ګرزیوان ولسوالیو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د تېرې شپې په جګړو کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړه چې د فاریاب د امنیې قوماندانۍ یو ساتونکی هم د طالبانو د سنېپر وسلې د ډزو په نتیجه کې وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.