ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عمران خان له سفر سره سم خوست او پکتيا کې د پاکستان ضد لاريونونه وشول

د عمران خان له سفر سره سم خوست او پکتيا کې د پاکستان ضد لاريونونه وشول

author avatar
19 Nov 2020 - 15:41
د عمران خان له سفر سره سم خوست او پکتيا کې د پاکستان ضد لاريونونه وشول
author avatar
19 Nov 2020 - 15:41

خوست ښار، ګردېز (پژواک، ۲۹ لړم ۹۹): کابل ته د پاکستان د لومړي وزير له راتګ سره سم د پکتيا او خوست ولايتونو سلګونو اوسېدونکو د پاکستاني حکومت پر ضد لاريون وکړ.

د ولسمشر اشرف غني په رسمي بلنه د پاکستان لومړى وزير عمران خان د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راغلى دى.

د پکتيا ولايت په ګردېز ښار کې لاريون کوونکو کابل ته د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سفر نمايشي وباله او په افغان ولسمشر يې غږ وکړ، چې له ياد هېواده د سولې په برخه کې رښتينې همکاري وغواړي.

لاريون کوونکو "پاکستان د ترهګرو طالبانو ملاتړی دی"، "تر هغه چې پاکستان د ترهګرو له روزلو او ملاتړ څخه لاس وانخلي، دا ډول سفرونه يې نمايشي دي"، "پاکستان دې د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان د ثبات پر ضد له اقداماتو او د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي" شعارونه ورکول.

د لاريونوالو له ډلې محمدعلي جان محمدي وايي چې پاکستان د هغو بېلابېلو وسله والو ډلو ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې ملکي خلک وژني.

ده زياته کړه :((همدردي په عمل کې معلوميږي، داسې نه چې قاتل ته کور او چاقو ورکوي، چې موږ پرې ووژني او بيا د دروغو همدردي کوي؛ دوی ترهګر نه روزي. ))

مدني فعال عبدالله پيمان وايي چې پاکستان او افغانستان ښه ګاونډيان او په ډېرو برخو کې ښه شريکان کېدای شي، په دې شرط چې پاکستان نور له رښتينولۍ کار واخلي.

پيمان پژواک ته وويل:((نه پوهېږم پاکستان ته له ترهګرۍ په ملاتړ کې کومه ګټه ښکاري، خو دوی له ترهګرۍ او له دې لارې له سياست څخه کار واخلي، په دې يقيني چې زياته اقتصادي ګټه به وکړي او په نړيوالو به زيانمن شوی باور په تدريجي ډول تر لاسه کړی شي.))

دغه راز کابل ته د پاکستان لومړي وزير عمران خان له راتګ سره سم په خوست ولايت کې هم سلګونه کسانو د پاکستان د ترهګریزو فعالیتونو او دوه مخي سیاست پر ضد لاریون ترسره کړ.

دغو لاريون کوونکو د پاکستاني ریاست پر ضد «مرګ د پاکستان په رزيل رياست» او د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ «ژوند د پښتون ژغورنې غورځنګ» شعارونه ورکول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.