ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ټرمپ څخه جوبايډن ته په سوله ييزه توګه د واک لېږد لاره هواره شوه

له ټرمپ څخه جوبايډن ته په سوله ييزه توګه د واک لېږد لاره هواره شوه

author avatar
24 Nov 2020 - 17:41
له ټرمپ څخه جوبايډن ته په سوله ييزه توګه د واک لېږد لاره هواره شوه
author avatar
24 Nov 2020 - 17:41

کابل (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٩) : د امریکا د عمومي خدماتو ادارې جوبایډن د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی وباله او د د واک د لېږد په اړه يې د چمتووالي خبر ورکړى دى.

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنونو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، برحال ولسمشر ډونالد ټرمپ چې تر دې مهاله یې د بایډین بریالتوب نه دی منلی، په یو ټویټ کې خپل ټيم ته لارښوونه کړې چې د واک د لېږد بهیر کې همکاري وکړي، خو ژمنه یې کړې چې له درغليو ډکو ټاکنو په اړه به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د امريکا ولسمشريزې ټاکنې چې شاوخوا درې اوونۍ مخکې ترسره شوې، دديموکراتانو ګوند کانديد جو بايډن تر اوسه شاوخوا ٣٠٠ او ټرمپ ٢٣٢ د کالج رايې ګټلې دي.

د امريکا د قانون له مخې، کوم کانديد چې له ټولو ٥٣٩ کالج رايو څخه ٢٧٠ رايې وګټي هغه بريالى اعلانيږي.

خو ټرمپ ادعا کړې چې په ټاکنو کې په پراخه کچه درغلۍ شوې او د پايلو له منلو يې تراوسه انکار کړى دى.

بلخوا د امریکا د عمومي خدماتو ادارې رئیسې امیلي مورفي چې د واک لېږد بهر کې د اسانتیاو رامنځته کولو مسوولیت هم لري د دواړو سیاسي ګوندونو، کارپوهانو، ملي امنیت او سوداګرو مشرانو له خوا ورباندې نيوکې شوې دي.

میرمن مورفي جوبایډن ته په یو لیک کې لیکلي :”لطفاً پوه شئ چې ما دغه پرېکړه خپلواکه، د قانون په اساس او موجوده حقایقو ته په کتو کړې ده، هیڅ کله په مستقیم او غیر مستقیمه توګه د کوم اجرايي برخې د مشر او یا د سپینې ماڼۍ او یا هغه کسان چې د عمومي خدماتو په اداره کې کار کوي، په ځانګړي ډول ماهیت او نېټې په اړه تر فشار لاندې نه یم نیول شوې.”

ددغه ليک په اړه د خبر تر خپرېدلو وروسته ولسمشر ټرمپ پر خپل ټویټر وليکل :”موږ خپلې مبارزې ته دوام ورکوو او باور لرو چې کامیاب کیږو! په دې خاطر د خپل هېواد لوړو ګټو ته په کتو، سپارښتنه کوم چې امیلي او ټېم یې هر څه چې لازم یې ګڼي ترسره کړي او خپل ټېم ته مي ویلي چې هغوی هم همداسې وکړي.”

د امریکا کانګرس ديموکرات غړو پرون دوشنبه مورفي ور غوښتې وه ترڅو د واک د لېږد د ځنډېدو د دلیل په اړه معلومات ورکړي، خو نوموړې حاضره نه شوه.

د دغې ادارې ویاند ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو د عمومي خدماتو ادارې مرستیال به د نومبر پر ۳۰مه د سنا مجلس د کمېټو ناسته کې ګډون وکړي، د سنا ديموکرات غړو د څلورو کمېټو مشرانو ویلي چې مورفي باید د سې شنبې په ورځ چې د نومبر۲۴مه کيږي، قانون جوړونکو ته معلومات ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو په مشګین، پنسلوانیا، او جورجیا کې د ټرمپ دعوه کوم ځای ته ونه رسېده او دغه درې ایالاتونو جوبایډن په ټاکنو کې بریالی اعلان کړی دی.

ټاکل شوې ده، چې د ٢٠٢١ کال د جنورۍ په ٢٠مه، له ټرمپ څخه واک نوي ولسمشر جو بايډن ته ولېږدول شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.