ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې لس طالبان او څلور سرتېري وژل شوي

په بغلان کې لس طالبان او څلور سرتېري وژل شوي

author avatar
24 Nov 2020 - 13:17
په بغلان کې لس طالبان او څلور سرتېري وژل شوي
author avatar
24 Nov 2020 - 13:17

پلخمري (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٩): د بغلان امنيتي مسوولين وايي چې د جګړو له امله څلور امنيتي سرتېري او لس طالبان وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

بغلان کې يوې امنيتي سرچينې د ليندۍ په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز پلخمري په دشت الوان سيمه کې طالبانو د حکومتي سرتېرو پر پوستې بريد کړى دى.

دى وايي چې په دې جګړه کې درې سرتېري وژل شوي، دوه يې ټپيان شوي او يو بل کس چې په پوليسو کې يې رسمي دنده نه درلوده طالبانو له ځانه سره بيولى دى.

دغه راز د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت پژواک ته وويل چې تېره شپه د مرکز پلخمري ترڅنګ په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې هم د حکومتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

ده وويل چې په يادو جګړو کې لس طالبان او څلور امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه امنيتي سرتېري او١٢طالبان ټپيان شوي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې درې ورځې وړاندې هم په دغه ولايت کې د طالبانو د بريد له امله درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي وو.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.