ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په چاودنه کې په سترګو معلول شوي یوه پکتیکاوال د سولې په نوم پارک جوړ کړی

په چاودنه کې په سترګو معلول شوي یوه پکتیکاوال د سولې په نوم پارک جوړ کړی

author avatar
25 Nov 2020 - 11:15
په چاودنه کې په سترګو معلول شوي یوه پکتیکاوال د سولې په نوم پارک جوړ کړی
author avatar
25 Nov 2020 - 11:15

ښرنه (پژواک، ۵ لېندۍ ٩٩): د پکتيکا يوه اوسېدونکي چې په موټربم بريد کې يې خپلې دواړه سترګې له لاسه ورکړې، د سولې په نوم يې په خپل شخصي لګښت پارک جوړ کړى دى.

دغه کس چې سخي اورګونى نومېږي، ٣٢ کاله عمر لري او د پکتيکا د اورګون ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى.

شاوخوا څلور کاله وړاندې د اورګون ولسوالۍ په بازار کې د موټربم بريد وشو چې په ترڅ کې يې ٨٠ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او تر سلو ډېر په کې ټپيان شول.

سخي اورګونى هم د يادې چاودنې له امله خپلې دواړه سترګې له لاسه ورکړې او دا مهال له دغه معلولیته ډېر کړېږي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، له خپلې کورنۍ سره په یوځای ژوند کوي، خو له يادې چاودنې وروسته چې سترګې يې له لاسه ورکړې، خپله مېرمن او ماشومان نه شي ليدلى.

اورګونى، درې زامن او يوه لور لري.

 

دى وايي:”په خپل دوکان کې ناست وم چې ناڅاپه درنه چاودنه وشوه، پر ځان پوى نه شوم، په سترګو مې تورتم راغى، خو کله چې په روغتون کې په هوښ شوم، نو دواړه سترګې مې له لاسه ورکړې وې او تر اوسه بېرته رڼا نه شوې.”

سخي اورګونى زياتوي، که چېرې په هېواد کې سوله واى، نو له دې ناوړه پېښې سره نه مخ کېده، خو د دغه ستر درد له ليدو وروسته يې پرېکړه وکړه چې په دې ولسوالۍ د سولې په نوم پارک جوړ کړي.

ده وويل: ” سوله مې اوس تر ټولو غټ ارمان دى، د همدې لپاره مې په شخصي لګښت او په خپل مديريت په اورګون ولسوالۍ کې د سولې په نوم پارک جوړ کړى څو خلک دلته راشي، تفريح وکړي او لږ يې زړه سکون شي.”

نوموړى وايي چې دغه پارک يې په شپږ جريبه ځمکه کې په شاوخوا ٢٠ ميليونه افغانيو جوړ کړى، خو اوس د کورنۍ د لګښتونو لپاره په پارک کې له هر کس نه پنځوس افغانۍ ټکټ اخلي.

محمد سخي زياته کړه: ” د چکر ښه ځاى مو جوړ کړى، مديريت يې زما پر غاړه دى، پارک د لوبو لپاره هرڅه لري، زانګوګانې، د ماشومانو لپاره موټرونه، د لوبو ميدانونه، هوټل، دوکانونه او نور هغه شيان چې د يوه پارک لپاره ضروري وي.”

ده له حکومت او طالبانو ګيله وکړه چې د ټولو افغانانو ګډه غوښتنه سوله ده خو د د یادو لورو يو شمېر کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره سوله نه کوي او د جګړې پر دوام ټينګار کوي.

د اورګون د سولې پارک ته راغلي يوه ځوان عصمت الله پژواک ته وويل چې په ټوله پکتيکا کې د سولې پارک ډېر مشهور دى.

دى وايي: ” دا پارک د داسې يو کس له لوري جوړ شوى چې خپله د جګړې قرباني دى او په سترګو څه نه ويني.”

ده وويل، که څه هم چې ګټه نه لري خو له حکومت او طالبانو د سولې غوښتنه کوي، څو سخي اورګوني په شان نور کسان خپلې سترګې او د بدن نور غړي له لاسه ور نه کړي.

دغه راز د پکتيکا ولايتي شورا غړي افسرخان سليمانخېل له سخي اورګوني څخه مننه وکړه چې د خلکو د تفريح لپاره يې يو مناسب پارک جوړ کړى او د سولې نوم يې ورکړى دى.

نوموړي زياته کړه: ” غټ همت يې کړى دى، کور يې ودان چې داسې پارک يې جوړ کړى دى، نو موږ له طالبانو او حکومت څخه د سولې غوښتنه کوو او پرې غږ کوو چې نور ځوانان په يوه او بله نامه مه وژنئ.”

د يادونې ده، په افغانستان کې په تېرو څلورو لسيزو جګړو کې سلګونه زره کسان وژل شوي، لسګونه زره نور معلول او معيوب شوي او سلګونه زره نور بيا د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

پژواک د  ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.