ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ديني عالمان: د دوحې مذاکرات دې چټک شي

د خوست ديني عالمان: د دوحې مذاکرات دې چټک شي

author avatar
1 Dec 2020 - 15:33
د خوست ديني عالمان: د دوحې مذاکرات دې چټک شي
author avatar
1 Dec 2020 - 15:33

خوست ښار (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۹۹): د خوست يو شمېر ديني عالمانو د يوې غونډې پر مهال په هېواد کې روانه جګړه ناروا بللې او پر ښکېلو غاړوؤ په ځانګړي ډول وسله والو طالبانو يې غږ وکړ چې جګړه بنده کړي.

دغو ديني عالمانو چې شمېر يې لسګونه کسانو ته رسېده، دغه راز په دوحه کې د افغان سولې په تړاو له پيل شوو مذاکراتو هم ملاتړ څرګند کړ او د ګړندي کېدو غوښتنه يې وکړه.

ديني عالم احسان الله حسين غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې روانه جګړه د سيمي استخباراتي شبکو د خپلو ګټو په خاطر پيل کړې او هېڅ ډول مذهبي مشروعيت نه لري.

نوموړي زياته کړه: ((دا جنګ زموږ خپل نه دی، دا سياست زموږ خپل سياست نه دی، سياست او جنګ مو د بل په لاس کې دي، موږ د يوې الې په ډول باندې استعمالوي او خپل وروڼه په خپل منځ کې يو بل سره وژنو.))

يو بل ديني عالم مفتي محمد سليم منصور هم دې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې په هېواد کې پيل شوې جګړه چې قيمت يې افغانان پرې کوي، د پرديو ګټو لپاره روانه ده.

هغه په جنګ کې پر ټولو ښکېلو ډلو، په ځانګړي ډول وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي.

نوموړي دغه راز له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د خپلو امنيتي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي او ملا يې ور وتړي.

دی زياتوي: ((دا زما خپله اسلامي او ايماني وجيبه ده چې د خپل مسلمان ورور عسکر او هر څوک چې وي، په کلکه يې ملاتړ وکړم او ورسره په څنګ کې همکار ملګری شم، د دې په خاطر چې نور زما په وطن کې د وينې تويول بند شي.))

يو بل ديني عالم محمد عارف عرفان هم دې غونډې ته په خبرو کې روانه جګړه یوازې د افغانانو پر زيان وبلله.

نوموړي پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې په دوحه کې د سولې روان مذاکرات ګړندي کړي شي، څو اوربند او سولې ته لار پرانيستل شي.

هغه وايي: ((پر طالبانو هم دا غږ کوم، د سټېج له لارې نه، چې وينه په وينه نه صفا کېږي، په جګړه کې مصلحت نه کېږي، اوربند وکړه؛ ځکه د افغانانو لومړۍ غوښتنه اوربند دی او د مذاکراتو مېز ته را وړاندې شه او هغه غوښتنې وکړه چې د اسلام دين او افغانانو ته د منلو وړ وي.))

په ديني او فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د افغانستان د مجاهدينو د سراسري شورا مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ بيا یادې غونډې ته په خبرو کې پر ديني عالمانو غږ وکړ چې د جنګ په خلاف خپل غږ اوچت کړي.

هغه همدا ډول له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه چې له نرمښته کار واخلي او د سولې په فضا کې يو بل ته غوښتنې وړاندې کړي.

هغه زياته کړه: ((که د سولې په دواړو اړخونو کې چې يو يې حکومت او بل يې طالبان دي، هر څوک که ناغيړي کوي، راځئ علماوو چې په ښکاره يې پر وړاندې ودريږو. که حکومت سوله نه غواړي او جنګ ته ادامه ورکوي، موږ تاسو علما به يې پر وړاندې درېږو او طالب که د پرديو په لمسون باندې جګړه کوي، راځئ چې موږ بيا هم موږ او تاسو د هغوی پر وړاندې راپورته شو.))

د خوست دغه ديني عالمان داسې په هېواد کې د روانې جګړې خلاف غږ پورته کوي، چې په دوحه کې د مرکچي پلاوو ترمنځ مذاکرات نوي پړاو ته دننه شوي او د دواړو طرفونو ترمنځ پر ۲۱ اختلافي موضوعاتو پر سر د تفاهم خبرونه ورکول کيږي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.