ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

[my_news_ticker]
د کورنيو چارو وزارت: خدمتي پوليس دې خپلو اصلي دندو ته ستانه شي

د کورنيو چارو وزارت: خدمتي پوليس دې خپلو اصلي دندو ته ستانه شي

author avatar
2 Dec 2020 - 10:57
د کورنيو چارو وزارت: خدمتي پوليس دې خپلو اصلي دندو ته ستانه شي
author avatar
2 Dec 2020 - 10:57

کابل (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٩) : د کورنيو چارو وزارت د ولايتونو امنيتي مسوولينو ته امر کړى، څو د پولیسو هغه منسوبین او سرتېري چې له خپلې اصلي دندې دباندې په خدمتي توګه ګومارل شوي، بېرته خپلو قطعو ته واستوي .

د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارين پژواک اژانس ته وويل چې د سوق او ادارې په مرکز کې د سترامنیتي مرستيال سترپاسوال عبدالصبور قانع په مشرۍ د هېواد د امنیتي وضعیت د ارزونې او د پولیسو چارو د راپورونو د ترلاسه کولو په پار ویډیويي غونډه ترسره شوه.

هغه زياته کړه، په یاد ویډیويي کنفرانس کې د ولایتونو امنیه قوماندانانو د خپلو ولایتونو د امنیتي پلانونو او ترسره شویو چارو راپورونه وړاندې کړل او د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه سره د امنیت ساتنې او د قانون د تنفیذ په برخو کې شته ننګونې شریکې کړې.

د کورنیو چارو ستر امنیتي مرستيال د ولایتونو د پولیسو چارواکو د ترسره شویو چارو د راپورونو له اورېدو سربېره؛ دوی ته لارښوونه وکړه څو د پولیسو هغه منسوبین او سرتېري چې له خپلې اصلي دندې دباندې په خدمتي توګه ګومارل شوي، بېرته خپلو قطعو ته واستوي او له دوی څخه د قانون د تنفیذ او امنیت د ټینګښت په برخو کې ګټه واخلي.

سترپاسوال عبدالصبور قانع له پولیسو څخه د ملاتړ په پار د کورنیو چارو وزارت د غوڅ دریځ یادونه هم وکړه او د ولایتونو امنیه قوماندانانو ته یې وویل، چې هېڅ څوک حق نه لري چې د پولیسو په دندو کې لاسوهنه وکړي او څه چې قانون حکم کوي پولیس باید د هغه پر بنسټ خپلې دندې ترسره کړي.

قانع همداراز امنیه قوماندانانو ته امر ورکړ، څو د خلکو له مال او ځان د ساتنې په برخو کې د ترهګرو طالبانو هر ډول تروريستي خوځښتونه شنډ کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.